fbpx

امریکا افغانستان میلیاردونه ډالر بې ځایه لګولي

تر ډیره بریده افغانستان کې د امریکا ماموریت په هره برخه کې ناکام ارزیابي شوی د ترهګرۍ سره مبارزه، روانه جګړه مخدره توکي او افغانستان کې شته فساد هغه څه دي چې امریکا هم پرې ګرمېدایشي.

نشنل انټرسټ وايي افغانستان اوس له درېیو لویو خطرونو سره مخ دی چې یو له هغه دریو څخه فساد هم شمېرل کیږي د افغانستان دولت او وګړي د فساد پر ضد خبره کوي خو لاهم د مبارزې او پرضد يې هیڅ څرک نه لګیږي.

دې نشريې په خپله مقاله کې  لیکلي امریکا لاهم په دې نه ده بریالۍ شوې چې افغانستان کې فساد له منځه یوسي خو له بده مرغه دغه فساد لاهم د امنیت را وستلو برخه لوی خنډ دی.

انټرسټ لیکلي فساد ورځ تربلې غوړیږي چې دا ددې هېواد  د راتلوونکي لپاره یو لوی خطر دی امریکا په میلیاردونه ډالر مصرف کړل خو په دې ونه توانیده چې فساد له منځه یوسي.

فساد او عوامل يې هغه څه دي چې هره ورځ د افغانستان عام وګړي ترې کړیږي د غه بده پديده له کوچني چوکاټ څخه پیل آن تر لوړو مرجعو هم رسیږي.

کله چې اشرف ولسمشرۍ ته نوماند وو په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې يې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به دفساد جرړي له منځه وړي خو داسې مالومیږي چې نوموړی په خپله ژمنه کې تر دامهاله نه دی بریالی شوی.

نړیوال او دننه افغانستان کې د نظر خاوندان وايي چې که په افغانستان کې د فساد مخه ونه نیول شي نو د امنیت را وستلو او نورو برخو کې د پرمختګ خبرې ناشونې دي دوی په اداره کې فساد ترټولو لوی ګواښ بولي او غواړي چې ددې بدې پدیدې مخ نیوی وشي.

ولې تراوسه دولت نه دی توانېدلی چې فساد ورک کړي؟ ځواب يې دادی چې تر ډیره یو شمېر  کسان چې  فساد کوي د دولت یوه برخه دي

Loading...