کور پاڼه / راپورونه / فراه كې پر طالبانو موټربم چاودنه شوې

فراه كې پر طالبانو موټربم چاودنه شوې

د کورنيو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو غوښتل په فراه ولايت كې له چاودېدونكو توكو يو ډك موټر انتقال كړي، چې هدف ته له رسېدو وړاندې په خپله پر دوى چاودلى دى.

دغه وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا پېښه پرون مازديګر په انار درې ولسوالۍ كې رامنځته شوې، چې له كبله يې په دې سراچه ډوله موټر كې سپاره څلور واړه طالبان وژل شوي او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د سرچينې په وينا، په موټر بم چاودنه كې د طالبانو ځينې جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت همدارنګه وايي، مخالفينو غوښتل د دغه موټر بم په وسيله خونړى ترهګريز بريد وكړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار ولایت مقام ته په څو مترۍ کې دغصب تازه هڅه

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل سهراب قادري خبریال ډاټ کام ته وویل د شاه …

ولسمشر غني وايي ترهګر هېڅ دین ته ژمن نه دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې …