fbpx

ارګ: د قطر نوی لیست د ولس ارادې ته د بې احترامی په مانا دی

وروسته له هغه چې دولت د قطر غونډې لپاره د ۲۵۰ کسه ګډون کوونکو نوملړ خپور کړ د طالبانو په ګډون يې یو لړ نور غبرګونونه هم را وپارول او له دې لیست وروسته قطر هېواد بل لیست د کابل د ګډون کوونکو خپور کړ چې پکښي بدلون راغلی وو ارګ اوس ویلي دا لیست د افغانستان استازولي نشي کولای.

په یوه خپره شوې اعلامیه کې چې له ارګ څخه خپره شوې راغلي دي چې افغان دولت دې هېواد کې یوې  باعزته سولې ته ژمن دی او داچې په ملي کچه ټول افغانان سولې ته لیواله وو نو د ګډونوالو لیست دومره غټ شو.

ارګ وايي کله چې  ددې خبرو د پلاوي د معرفت غونډه ترسره کیږي ددې شاهدي ورکوي چې دولت او سیاسي مشران سولې ته ژمن دی او په یوه ږغ دې کنفرانس کې ګډون کاوه.

اعلامیه زیاتوي وروسته له هغې چې د پلاوي د تګ ټولې تیارۍ بشپړې شوې په تعجب سره باید ووایو چې پرون شپه د قطر څخه یو نوی لست چې د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخې وو او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامی په مانا وو، راو ا ستول شو چې دغه کار د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه و.

او کله چې قطر نشي کولای زموږ برحقې غوښتنې ته ځواب ویونکی و اوسي نو دا کنفرانس لغوه کوي

په دوحه کې د کیدونکي کنفرانس په اړه اعلامیه—د زیاتو معلوماتو لپاره لینک…

Posted by ‎ARG – ارگ‎ on Thursday, April 18, 2019

تراوسه پوري دا نه دي ویل شوي چې ددې لیست په غبرګون کې به دولت څه وکړي ایا کولای شي چې د خپل وړاندې شوي لیست سره سم کسان دې کنفرانس واستوي که نه؟

د دولت له لوري د ۲۵۰ کسانو د نوملړ په هکله طالبانو غبرګون ښودلی وو او ویلي يې وو  چې دولت ددې لیست په جوړولو سره نه غواړي چې  سوله وکړي ځکه دا کوم د واده په مناسبت مېلمستیا نه ده چې دومره کسان پکښي ګډون وکړي.

Loading...