fbpx

افغانستان کې د داعش شتون روسیه او تاجکستان اندېښمن کړي

تر اوسه پوري افغانستان کې داعش د یوه ځواک په نوم نه پېژندل کیږي فقط د یوې چاودنې مسؤلیت پر غاړه وخلي او ډیره تبلیغاتي جګړه مخ ته وړي ترڅو ځان مشهوره کړي.

که څه هم دا ډله ډېره قوي نه ده خو لویدیځ وال يې لوی ګواښ بولي دا چې ولې داسې کمپاین ورته کیږي مالومه نه ده د تاجکستان او روسیې ولسمشرانو په یوه لیدنه کې کې ویلي چې افغانستان کې د داعش ډلې د پراخیدو څخه اندېښمن یو.

تر دې وړاندې هم روسیه په ډار کې وه ددې هېواد د دفاع وزارت ویلي وو چې داعش په سوریه کې له ماتې وروسته خپل جنګیالي لیبیا او افغانستان ته لیږلي ترڅو د لته په جګړه کې برخه واخلي هغه دا یو بل ګواښ بللی.

دوی ددې ډار او خطر د له منځه وړلو لپاره ښايي تاجکستان کې د ۲۰۱ پوځي اډه نوره هم غښتلې کړي ترڅو له دې ډلې سره د مبارزې توان ولري.

ویل کیږی دواړه مشرانو د افغانستان په هکله بحث ددې ډلې پر تړاو یو لړ څرګندونې کړې او فعالیت یې د اندېښنې وړ بللی

تراوسه پوري افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت سمبولیک او په ځینو ځایونو کې په نشت حساب دی دا ډله اوس مهال د دوه وسلوالو دښمنانو سره مخ دي چې یو د افغان دولت پلوه پوځیان او بل وسلوال طالبان دي.

تراوسه پوري داعش دومره له دولت سره نه دی ښکېل شوی څومره چې له طالبانو سره جګړې کوي دا چې طالبان يې ولې مخالفت کوي تراوسه په څرګند ډول نه ده مالومه.

تیر کال داعش افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو پړه ومنله چې په دې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه د راپورونو له مخې تیر کال داعش په خپلو بریدونو کې ۲۱۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.