fbpx

ټرمپ او حفتر د لیبیا په هکله ټلیفوني خبرې کړې

په لبیا کې حالت ترینګلی او د یوې درنې جګړې امکان شته د لته هم امریکا ځان ښکېل کړی او د یوې جګړییزې ډلې ملاتړ کوي ټرمپ د ملي پوځ په نوم ډلې قوماندان سره ټلیفوني خبرې کړې دي

په دې خبرو کې ټرمپ کوښښ کړی ترڅو د ملي پوځ ډلې قوماندان د تروریزم پرضد مبارزې لپاره او همداشان په لیبیا کې د تیلو زیرمو ساتلو ته متوجې کړي او امنیت يې وساتي.

سپینه ماڼۍ په یوه بیان کې لیکي دا چې له جګړې وروسته لبییا څنګه د ډموکراسۍ په لور حرکت وکړي دې مشرانو په دې هکله مفصلې خبرې کړې دي.

مالومات وايي ددې ټلیفوني مکا لمې خبر تر رسنیو ناوخته رسیدلی دا چې ولې تراوسه يې مالومات نشته.

د خلیج هېوادونه او اروپايي اتحادیه پر دې چې د طرابلس د نیولو لپاره د خلیفه حفتر ملاتړ وشي، وېشلي نظرونه لري.

تراوسه پوري د لیبیا د ښې راتلوونکي په هکله هیڅ هیله مندي نشته ځکه د لته د داخلي ډلو له لوري پیل شوې جګړه په یوه لوی ګواښ بدله شوې او لیري نه ده چې یو بحران به رامنځ ته کړي.

دا چې امریکا ولې په هر جګړه ایز هېواد کې ځان ښکېلوي دا پوښتنه نه ده ځواب شوې خو تردې وړاندي يې لیبیا کې د جوړ دولت د نړولو په برخه کې ستر رول درلود.

په لیبیا کې روان بحران تر دامهاله د ملکیانو په ګډون زیات شمېر انسانان وژلي خو حفتر ویلي چې حالات کابو کوي او د نوموړي هڅې د یوه ډموکراټیک نظام ته کار کول دي.

جنرال خلیفه بلقاسم حفتر له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د لیبیا په سیاست کې مهمه څېره پاتې شوې. نوموړی د پوځي افسرانو په هغه ډله کې و چې په ۱۹۶۹ کال کې یې د لیبیا پخواني پاچا پر ضد کودتا کړې وه. د افسرانو د دې ډلې مشري پخواني مشر کرنل قذافي کوله.

Loading...