fbpx

قرغزستان ولسمشر : د افغان سولې سره مرسته کوو

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قرغستان له ولسمشر سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي .

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د قرغزستان له ولسمشر سورن بای جاني بیکوف سره لیدلي دي او د داوړ هېوادونو په ګډه همکارۍ یې سره خبرې کړې دي  .

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه ویل شوي ، چې د قرغزستان ولسمشر د افغان سولې لپاره  هر ډول همکاریو ته تیاری وښود او د افغانستان سره په بشري مرستو هم ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې بیکوف افغانستان په سیمه کې د ښه دوست هېواد په توګه یاد کړاو له افغانستان سره یې په اوږمهاله همکاریو هم ټینګار کړی دی .

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیز هم په یاده لیدنه  کې د دوست هېواد قرغستان څخه مننه کړې او همدارنګه یې له قرغزستان هېواد څخه د کاسه ۱۰۰۰ طرحې  چې پاکستان ته د افغانستان له لارې پرېښنا ورکول کیږي د عملي چارو د پیل کېدو غوښتنه هم وکړه .

په دې ناسته کې رباني د قرغزستان له ولسمشر څخه د څلور هېوادونو قرغزستان ، افغانستان ، ازبکستان او چین تر منځ د رېل پټلۍ د جوړېدو په تړاو د بشکیک د همکاریو غوښتنه هم کړې ده .

له دې وړاندې هم د سیمې یو شمېر هېوادونو د افغان سولې سره د همکاریو ویلي دي ، خو تازه تېره ورځ د افغانستان او طالبانو تر منځ په قطر کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې پلان شوې ناسته لغوه شوه .

Loading...