fbpx

که څه په وروستیو کې ورښتنو د د مالي زیان تر څنګ د سر زیان هم اړولی دی ، خو په کابل کې بیا د ځمکې لاندې اوبه زیاتې شوې دي .

یوې نوې ارزونې ښودلې ده ، چې په کابل کې د اوبو سطح ۲ تر ۱۲ متره پورې لوړه شوې ده .

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وایې په زیات شمېر ولایتونو کې سخت اورښتونه شوې چې له کبله د کابل په ګډون په زیات شمېر ولایتونو کې د اوبو سطح لوړه شوې ده .

د اوبو او برېښنا وزارت سږني اورښتونو کچه ۱۶۰ ملي متره اټکل کړې ده چې په خبره یې دا کچه د تېر کال ۵ برابره ده.

خو سږنیو وروستنو بیا بزګر هیله مند کړي دي او وايي چې سږ کال به د دوی فصلونه ښه حاصل ورکړي او د اوبو له درکه به دوی هڅ کومه ستونزه ونه لري .

تېره کال د سختو وچکالیو له کبله په سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې وې او په اړه یې اوچا یا د وچکالۍ سره د مبارزې نړیوالې ادارې هم اندېښنه ښودلې وه .

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د چاپېر یال ساتنې ادارې د اوبو د کچې پر ټيټوالي اندېښنه ښودلې وه ، او د کابل مېشتو څخه یې غوښتنه کړې وه چې د اوبو په لګولو کې پوره پام وکړي  .

راپور : عتیق الله مسعود

Loading...