fbpx

هند: پاکستاني کمپنیو وسلې راوړلې موږ دروازه وتړله

د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلې اړیکې لاهم دوام لري او هندستان په یوه اقدام کې خپله سوداګریزه دروازه چې کشمیر کې وه د پاکستان پرمخ تړلې ده پاکستان په دې وروستیو کې د صفر اقتصاد سره مخ دی.

ښايي د پاکستان د اقتصادي حالت په خرابوالي دا ډول کړنې هم مهم رول ولري تیره ورځ ددې هېواد د مالیې وزیر په اقتصادي برخه کې د پرمختګونو د نشت له امله استعفا وکړه.

هند هېواد په یوه بې ساري اقدام سره د پاکستان سره خپله سوداګریزه پوله تړلې او نور ښايي پاکستان له هند سره هیڅ راز راکړه ورکړه و نلري ددې لارې تړل ښايي پاکستان ته ښه تمام نشي.

هند چارواکو ویلي له دې امله يې دولت دا اقدام کړی چې د نورو توکو سره یوځای دلته نشه يي توکي، وسلې او جعلي پیسې هند هېواد ته قاچاق کیدلې او دوی يې د مخنیوي لپاره دا اقدام کړی دی.

د هند د کورنیو چارو وزارت ویلي ددوی هېواد له پاکستاني کمپنیو سره د راکړې ورکړې یو لړ معاملې درلودې خو دوی له دې موقع څخه په استفادې يې له ترهګرو ډلو سره اړیکي ټینګې کړې وې او زموږ هېواد ته يې په سوداګریزو مالونو کې وسلې او نشه يي توکي راوړل دا لاره په وروستي ځل ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې پرانستل شوې وه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروسته له هغه نورې هم خرابې شوې چې په دې هېواد کې يې پر پوځیانو ځانمرګي برید ۴۰ سرتیري ووژل هند تور پوري کړی په دې برید کې د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای لاس وو خو پاکستان دغه تورونه رد کړي.

یاد برید جیش محمد ډلې ترسره کړی چې مرکزونه يې په پاکستان کې وو، له دې برید وروسته پاکستان د جیش محمد ډلې پر ضد هیڅ اقدام نه دی کړی