fbpx

عمران خان ته د داوړ او منظور ځواب

عمران خان ویلي د پي ټي ام غوښتنې او خبرې ما ۱۵ کلونو راهیسې کړې خو دا چې دوی د خپل پوځ پرضد خلک پاروي دا ښه چاره نه ده، ځکه هېواد له ننګونو سره مخ کوي او له پې ټي ام څخه يې پوښتنه کړې چې د پوځ پر ضد د خلکو پارول څه ګټه لري؟

د پي ټي ام مشر منظور پښتین عمران خان ته ویلي زموږ کار ته ځکه کار نه ویل کیږي چې دولت راته له پوځه خدای جوړ کړی.
 منظور ویلي سم کار څنګه وي؟ زموږ غوښتنې او ستونزې په خبرو نه حل کیدې په  فاټا کې څه ونه شول بمبارۍ ظلونه او خلک کلونه زنداني شول دې کار ته هیچا هم غلط ونه ویل.

منظور عمران خان ته ډاډ ورکړی چې ترڅو پښتون قام سره داسې کار روان وي نو ددوی له لوري به هم د عمران په قول دا غلط کړه وړه روان وي.

په ورته وخت کې د پي ټي ام بل فعال او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي  محسن داوړ هم د عمران خان د وروستیو څرګندونو په هکله ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې پي ټي ام د ولس غږ دی او شعار یې یوازي د ظلم په ځواب کې دی څوک چې ظلم کوي هغوي ته ځواب ورکوي.

نوموړي ادعا وکړه چې د پښتون ژغورنې ملاتړي او غړي هر یوه يې د بدن غوښتې او د کورنۍ غړي د حکومت د طرحو عملي کولو له امله له لاسه ورکړي دي.

ده عمران خان ته ځواب ورکړی او زیاته کړې يې ده شعارونه به هغه وخت درته ښکاره شي چې د بدن غوښې او یاهم  د کورنۍ غړي له لاسه ورکړې.

عمران وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې پرځای دي خو حل يې وخت غواړي هغه پوښتنه وکړه چې د پاکستان پوځ پرضد د خلکو پارول څه ګټه لري؟

نوموړي د پي ټي ام تګلاره حل لاره و نه بلله او ژمنه یې وکړه چې د پښتونخوا صوبي محلي حکومت به د قبایلي سیمو د وګړو ستونزې حل کړي.

Loading...