fbpx

زابل: لیوني سپیو ۲۲ کسه داړلي خو ستونزه لا پرځای پاتي ده

څو ورځې وړاندې د کلات ښاریانو د کوڅه ډبو سپیانو د ډېریدو او په منځ کې د لیوني سپیو د شتون په هکله اندېښنه وښوده او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې په وړاندې يې اقدام وکړي، خو تراوسه اړوند مسؤلینو هیڅ اقدام نه دی کړی.

اوس تازه ویل شوي چې د کلات په ګډون ولسوالیو کې لیوني سپیو ۲۲ کسه داړلي دي او خلک وايي چې کچیري بیاهم  موظفې ادارې همداسې پټه خوله پاتي شي ښايي د داړل شویو کسانو شمېره نور هم زیاته شي.

د دې ولايت د مركزي روغتون مسوولين وايي، په تېره يوه نيمه مياشت كې دغه روغتون ته د هغو مراجعه كوونكو كسانو شمېر زيات شوى، چې لېونيو سپيو داړلي وي، هغوی ویلي تردې وړاندې هیڅ داسې ناروغان نه ول چې لیوني سپي دي داړلي وي.

د زابل د مركزي روغتون ریيس سيد عباس هاشمي ویلي، په تېرو شپږو اونيو كې ورته لېونيو سپيو داړلي ۲۲ ناروغان ور وړل شوي، چې ۱۱ يې د مركز كلات ښار اوسېدونكي وو او درملنه يې شوې ده.
په دې وروستيو كې له كندهار او يو شمېر نورو ولايتونو هم د لېونيو سپيو لخوا د خلكو د داړلو پېښو راپورونه وركړل شوي دي، خو په کندهار کې يې د له منځه وړلو کمپاین ترسره شو خو زابل کې لاهم اړوند مسؤلین چپ پاتي دي.

روغتیاپالان وايي چې د لیوني سپي ناروغي د انسانانو لپاره ډېره خطرناکه او کله چې یو لیونی سپي انسان و داړي او پروخت يې درملنه ونشي نو کیدایشي چې د ۱۲ ورځو په موده کې انسان له منځه یوسي.

دا چې د زابل محلي چارواکې ولې د خلکو ددې ستونزې اوریدو وروسته بیاهم پټه خوله او اقدام نکوي ددې پوښتنې ځواب هم له دوی سره دی خو خلک په زیاته اندېښنه کې دي.