fbpx

هند نوې نظامي بیړۍ جوړه کړې

هند په نظامي برخه کې هره ورځ غواړي نوښتونه وکړي ترڅو په سیمه کې تر خپلو رقیبانو مخ ته شي هغوی هڅه چې تر خپل ګاونډي سیال پاکستان وړاندې شي.

دې هېواد یوه نوې نظامي بیړۍ جوړه کړې او ډېر ژر به یې نندارې ته وړاندې کړي ویل کیږي چې دا بیړۍ به نور په عملي توګه د پوځ لیکو کې کاریږي.

هند وروسته له څو کلونو هڅو په دې وتوانېده چې یوه بله نظامي بیړۍ سمندر ته ولیږي او عملا کار ترې واخلي.

ددې بیړي په هکله په وړاندې شویو مالوماتو کې ویل شوی چې دا بیړي د لیږد رالیږد د هرډول نژدې واټن ویشتوونکو توغندیو درنو وسلو او نظامي بارونو د وړلو ظرفیت لري

یاده بېړۍ به په راتلونکو میاشتو کې پر پرمختللو هندي وسلو سمبالېږي او د هند او عربو په سمندر کې به امنیتي ګزمې کوي.

دغه بیړۍ ۳۰۳۷ ټنه وزن لري او کله چې هند يې هېواد يې په وسلو سمبال کړي نو په سمندرګي کې به ټول وزن ۷ زره ټنه ته ورسیږي.

هند کوښښ کوي ترڅو په نظامي برخه کې تر خپل ګاونډي پاکستان وړاندې شي او داسې تجهیزات جوړ کړي چې ډېر پرمختللي وي.

تراوسه پوري دواړه هېوادونو یو د بل په وړاندې ان خپله سیالي تر اټومي بمونو رسولې او په دې برخه کې يې د پام وړ کارونه کړي دي