fbpx

سریلانکا کې چاودنو ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

لومړي مالومات وایي چې چاودنې په دوه کلیساوو او دوه هوټلونو کې همهاله رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې يې ۳۸ کسان وژل شوي او د ۲۷۰ په شاوخوا کې ژوبل شوي دي.

چاودنې پلازمینه کولمبو او یوه بل ښار کې رامنځ شوې چې پرمهال يې لویه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې

لومړي مالومات وايي چې  تر ۴۰ پوري کسان پکښي وژل شوي خو خو دولتي چارواکي وایي چې ۳۰ کسه وژل شوي تراوسه پوري کومې  ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی

د لته روغتیا پالان وايي دقیق مالومات نشته چې څومره کسان به تلفات لري خو وايي ښايي چې د وخت په وتو سره تلفات تردې هم زیات شي

په دې وروستیو کې ولې دا ډول بریدونه زیات شوي نړیوالي تروریستی ډلې غواړي په دې  ډول کړنو سره ترڅو د سیمې د خلکو ترمنځ مذهبي تفرقه واچوي او په دې ډول خپلو موخو ته ځان ورسوي

سریلانکا کې د تامیل پړانګانو په نوم یاغي ډله له دولت سره وسلواله مبارزه لري ښايي دې هېواد کې دا ډول ډلو دا کړنې ترسره کړې وي.

پر مذهبي هدفونو بریدونه تر ډېره بریده مذهبي جګړو ته لاره هواره وي څه موده وړاندې دوه مسجدونو کې د جمعې د لمانځه پرمهال نیوزیلینډ کې یوه برید ګر په لمونځ کوونکو ډزې کړې چې پکښي تر ۵۰ کسه زیات ووژل شول.

Loading...