fbpx

ستره محکمه : تر نوي ولسمشر به د ملي یووالي حکومت دوام وکړي

تېره ورځ د ولسمشریزې ټاکنو لپاره نوماندانو په یوه ناسته کې له حکومته څخه و غوښتل څو اساسي قانون ته درناوی وکړي او د جوزا میاشت لومړۍ نېټه حکومت وسپاري .

خو تازه آریانا نیوز ته په رسېدلي لیک کې سترې محکمې پرېکړه کړې ده ، چې په ټاکنو کې د شته ستونزه په وجه یې د راتلونکي نوی ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې به د ملي یووالي حکومت دوام وکړي .

جمهوري ریاست ته یو شمېر نوماندانو په حکومت تورې پورې کړی و ، چې په ستره محکمه یې فشار راوړی څو د ملي یووالي حکومت موده و غزوي .

دغه نوماندانو تېره ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، چې د دوی اسناد ښیي حکومت په دې لټه کې دی ، چې په ستره محکمه فشار راوړی ، څو په قانوني ډول د حکومت غزېدا ته لاره هواره کړي ، د دوی په وینا دحکومت دا کړنه غیر قانوني ده او دوی به یې هېڅ کله هم و نه مني .

بل پلو ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یادو کاندیدانو دې څرګندونو ته غبرګون ښودلی دي .

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي ، په دې اړه اساسي قانون مرجع واضحه ده ، د ده په خبره  ملي یووالي حکومت د قانون په چوکات کې خپل کار ته دوام ورکوي ، نوموړي زیاته کړې ده چې د ملي یووالي حکومت د پای ته رسېدو موده ته ۶ میاشتې نورې هم پاته دي او دوی به د قانون سره سم خپلې چارې مخې ته وړي .

Loading...