fbpx

نیکولاس: ترهګر افغانانو ته درد ورکوي

کابل کې د مخابراتو وزارت باندې برید زیات غبرګونونه راپارولي افغان دولت دغه پيښه غندلې طالبانو هم په دې پیښه کې لاس لرل رد کړي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي چې د افغانانو هیله یوازي سوله ده خو څوک ورته پاملرنه نکوي.

هغه په کابل کې پرونۍ پیښه غندلې او ویلي يې دي چې ترهګر افغانانو ته یوازي درد ورکوي ده هیله وښوده چې وسلوالې ډلې دي د عامو افغانانو د سولې غوښتنې ته ځواب ووایي او جګړه دي و دروي.

نیکولاس د افغان ځواکونو رول او مسلکي توب ستایلی او ویلي يې دي چې خپل زړورتوب يې ثابت کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت په حمله کې ۷ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په وژل شویو کې څلور ملکیان او درې سرتېري دي.

ددې پیښي مسؤلیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو دا ډل پیښي ډيری وخت د داعش ډله رامنځ ته کوي وسلوالو طالبانو په یوه پیغام کې ویلي چې د مخابراتو وزارت برید په دوی پسي هیڅ تړاو نلري.

د ۲۰۱۹ کال له پیل سره سم د بریدونو او جګړو ډیری قربانیان عام افغانان دي بشري نهادونه وایي تراوسه دا ډېره اندېښمنوونکې چې په زیاته کچه عام افغانان د بمباریو جګړو او بمو چاودنو په ترڅ کې وژل شوي.

هغوی د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي ترڅو د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي او د جګړې پرمهال ولس سپر نه کړي.

تیر۲۰۱۸ کال هم د ملکي تلفاتو په برخه کې مخکښ وو، چې ډیری شمېر يې په بمي او ډله ایزو بریدونو کې قرباني شوي وو خو سږ کال تردا مهاله په اټکلیز ډول مالومیږي چې د هوايي بمباریو په ترڅ کې د ملکیانو تلفات غوښن دي

Loading...