fbpx

قزاقستان کې ټرافیکي پیښي ۴۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه لیکي چې نن قزاقستان کې یوه بس موټر چپه شوی چې پرمهال یې زیاته مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده تراوسه پوري د پیښي په هکله جزیات نشته چې څنګه رامنځ ته شوه.

قزاقي چارواکي د پیښي پخلی کوي او وایي چې په دې بس کې ۱۱ کسان مړه شوي او ۳۰ کسه نور ژوبل دي یاده پيښه ددې هېواد په جنوب کې رامنځ ته شوې ده.

د الماتا تاشکند پر لویه لاره دې موټر شاخوا پنځوس سپرلۍ وړلې دې لاره باندې زیات وخت روسیې ته تلوونکي پنا غوښتوونکي سفر کوي.

په وړاندې شویو مالوماتو کې راغلي چې قربانیان قراقیستانیان او ازبکان دي خو تراوسه پوري ددې پیښي په هکله مالومات نشته چې څنګه رامنځ ته شوې ده خو دوی وايي چې موږ په دې هکله پلټنې کوو.

ښايي قزاقستان کې د خپل ډول دا لومړۍ پېښه وي چې رامنځ ته کیږي او دولت به یې هم په جدي ډول پلټنه وکړي.

خو افغانستان کې بیا دا ډول څه نشته تر دامهاله زرګونه افغانان ټرافیکي پيښو کې وژل شوي معیوب شوي او معلول شوي دي خو دولت يې په هکله چپ پاتي دی نه لويي لارې جوړ وي او نه هم د ټرافیکي پيښو عاملین نیسي.

تر ډېر بریده ټرانسپورټي شرکتونه د موټرو بسونو ترمنځ د تیز رفتارۍ سیالي کوي او هر چاچې له کابله کندهار ته له کابله هرات ته ژر ځان ورساوه نو هغه موټر چلوونکي ته پر نغدي انعام سربیره افرینی هم ورکول کيږي چې ډیری وخت ډېري وژونکي پیښي رامنځ ته کیږي.

که چیري د لویو لارو خرابوالي او د موټر چلوونکو بې پروايي ته وکتل شي نو بیا هم افغانستان کې د ټرافیکي پیښو ګراف ټیټ دی ځکه داسې فکر نه کیږي چې په داسې حالاتو کې دي او خرابو لارو دي د انسان ژوند وژغول شي.

Loading...