fbpx

داودزی: د سولې په تړاو به پراته خنډونه ژر ختم شي

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس او د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو کمیسیون رییس محمد عمر داودزی وایي، د سولې پروسې پر وړاندې پراته خنډونه به ژر تر ژره حل شي.

نوموړي نن یو ځل بیا ویلي هغه کسان چې نه غواړی د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي هغه به هم له وړاندې راضي کړي تر څو په دې ملي مشورتي جرګه کې یو ځل بیا د ګډون بلنه ومني.

دغه راز داودزي د خبرو په دوام وویل اوس مو ټول پام د سولې مشورتې لویې جرګې ته اوښتی او لومړيتوب مو هم د مشورتي لویه جرګه دایرول دي هغه وایې حکومت په دې هڅه کې دی چې د نورو هېوادونو نظرونه هم له ځان سره ولري او د خلکو مشروع غوښتنو ته پاملرنه وشي.

داودزي طالبانو ته په خطاب کې په ټینګار وویل طالبان باید د دې جرګې مشورې ومني او دغه راز طالبان او حکومت باید په خپلو ولاړو دریځونو کې بدلونونه راولي تر څو سوله په اسانۍ په هېواد کې رامنځته شي.

خو د ځینو سیاسي اشخاصو په ګډون وسله والو طالبانو جوړېدونکي جرګه فرمایشي او بې ګټې بللې او پکې یې د ګډون نه کولو خبره کړې ده.

د یادولو وړده چې د سولې وروستۍ هڅې په افغانستان کې تر بل هر وخته په چټکۍ سره روانې دي په دوحه کې هم د افغان حکومت او خلکو د استازو او د وسله والو طالبانو ترمنځ کېدونکی کنفرانس د نامالومې مودې لپاره وځنډول شو. ټاکل شوې وه چې دا کنفرانس پرون د جمعې پر ورځ پیل شوی وی خو وځنډېد.
.

Loading...