fbpx

سریلانکا کې دوه نورې چادونې مرګ ژوبله ۶۰۰ ته ورسېده

د سریلانکا په مرکز کولمبو کې نن له سهارنیو پرله پسې شپږو چاودونو وروسته څو شېبې وړاندې شاوخوا دوه بجې دوه نورې چادونې هم وشوې.

د سیمې څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په دې پرله پسې اته چاودنود کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۸۷ ورسېد او تر ۴۰۰ کسانو ډېر زیات ټپیان شوی دي د سریلانکا حکومت اعلان کړی چې په کولمبو ښار او په نورو سیمو کې ګرځبندیز شو.

په دې هېواد کې یو سخت حالت دی دا لومړی ځل دی چې د سریلانکا په کولمبو کې د نیمې ورځې په پای کې اته چاودنې کېږي د معلوماتو له مخې شپږ سوو کسانو ته تر دې دمه مرګ ژوبله اوښتې ښایې مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي ویل کېږي چې په وژل شویو کسانو کې ۳۵ تنه یې بهرنیان دی خو معلومه نه ده چې د کوم هېواد دي.

سهارنۍ چاودنې په دوه کلیساوو او دوه هوټلونو کې همهاله رامنځ ته شوې وې چې په ترڅ کې يې ۳۸ کسان وژل شوي او د ۲۷۰ په شاوخوا کې ژوبل شوي و خو اوس د وژل شویو شمېر تر ۱۸۷ کسانو ورسېد او د تپیانو بیا تر ۴۰۰ پورې.

په دې وروستیو کې ولې دا ډول بریدونه زیات شوي نړیوالي تروریستی ډلې غواړي په دې  ډول کړنو سره ترڅو د سیمې د خلکو ترمنځ مذهبي تفرقه واچوي او په دې ډول خپلو موخو ته ځان ورسوي

سریلانکا کې د تامیل پړانګانو په نوم یاغي ډله له دولت سره وسلواله مبارزه لري ښايي دې هېواد کې دا ډول ډلو دا کړنې ترسره کړې وي.

Loading...