fbpx

د نړۍ لس مشهوره ښکلې وپېژنئ

په یوه نظر پوښتنه کې چې د هالیوډ ورځپاڼې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په لومړیو کې ترسره کړې د نړۍ په مشهوره ښځو کې لس ښکلې يې له یوه نمبر څخه تر لسم نمبره په ګوته کړې.

چې په لاندې ډول دي

۱. مونیکا بلوچي: مونیکا د نړۍ په لس ښکلو ښځو کې لومړی مقام لري نوموړی یوه سینمايي اداکاره ده او د طبعي ښکلا څخه برخمنه ده، دا ښځه د ایټالیا ده او اوس مهال ۴۸ کاله عمر لري.

۲. کیتي اپتون: دا ښځه چې ددې لسو میرمنو ترمنځ یې دوهم مقام خپل کړی ددې د خپلې ښکلې او کلاسیکې څېرې له کبله چې د ۴۰ او ۵۰ لسیزو یادونه پکښي خوندي دي مشهوره ده د امریکا ډیری خلکو دې ته د مرلین مرنرو لقب ورکړی.

۳. انجلینا جولي تاسو به یې ښه پېژنۍ ډېره مشهوره اداکاره او د ښځو حقوقو برخه کې مشهوره میرمن دې په دې لیست کې دریم مقام خپل کړی جولي د نړۍ له قدرت مندو ښځو څخه حسابل کیږي هغې په ۲۰۱۸ زیږديز کال کې ددې لیست سر یعني لومړی مقام خپل  کړی وو.

۴. ایشوریا رای: د هندي فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای ددې لیست څلورم ځای خپل کړی ایشوریا رای د هند په جنوب کې زیږېدلې ایشوریا په ۱۹۹۴ زیږد کې د نړۍ د ښکلا ملیکه پېژندل شوې وه.

۵. ایرینا شایک: دا میرمن چې په دې لیست کې پنځم ځای لري د روسیې هېواد اوسیدونکې ده نوموړې د فټبال د مشهور لوبغاړي رونالډو مخکنۍ نامزده ده.

۶. مریم اورزلي: دا میرمن له ترک پلار او المانۍ مور څخه په المان کې پیدا شوې ده، هغې د حریم سلطان سریال کې د خرم سلطان په بڼه کار کړی چې د بهتریني لوبغاړي د جایزو په ګټلو سره هم پېژندل شوې ده.

۷. شارلیز ترون: شارلیز ترون د ۱۹۷۵ اګسټ میاشتي کې په جنوبي افریقا هېواد کې نړۍ ته راغلې ده هغه د خپلې کورنۍ یوازنی اولادوو چې نړۍ ته راغلی.

شارلیز په پنځه لس کلنۍ خپل پلار له لاسه ورکړ، چې اوس د سېنما مشهوره لوبغاړې ده دې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د امریکا تابیعت ترلاسه کړ، تراوسه دې میرمن ۲۴ جایزي د فلمي ژوند په برخه کې ترلاسه کړې دي.

۸. امبرهرد: ددې اصلي نوم امبر لاراهرد دی دا یوه مډله او د سېنما لوبغاړې ده، هرد امریکا په تکزاش کې زېږېدلې ده هغې خپل فلمي ژوند ( د ماندي لین زامنو سره ټول مینه لري) فلم څخه پیل کړ، هرد  په ۲۰۱۵ میلادي کې د جاني دپ په نوم سړي سره واده وکړ او په ۲۰۱۶ کال کې بیرته ورڅخه جلا شوه.

۹. ریحانا: ددې ښځي هنري نوم ریانا ده د موډ لوستونکي او طراحه ده او په ۱۹۸۸ د سنت مایکل بارادوس ښار کې زېږېدلې ده ددې لومړی هنري البوم په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې بازار ته راغلی.

۱۰. اسکارلت جوهانسون: راغلو د لیست وروستۍ طبقې ته جوهانسون مشوره امریکايي لوبغاړې ده مور یې یهودۍ ده هغه خپله هم وایي چې زه هم یهوده یم.

جوهانسون په ۲۰۱۳ کال کې د دوهم ځل لپاره بیا د نړۍ له ژوندیو ښځو څخه ونومول شوه، د یادونې وړده چې نوموړې د دوهم ځل لپاره د اسکوایر مجلې له لوري د نړۍ د جذابې میرمنې په توګه معرفي کیږي.

Loading...