fbpx

حیدر اباد په نهه ویکټو کلکتې ته ماتې ورکړه

د هند غوره لیګ یا د ( ای پي ایل ) سیالیو په دوام په اته دېرشمه لوبه کې سنرایزرز حیدراباد کلکته نایټرایډرز ته په نهه ویکټو ماتې ورکړه.

په دغې لوبه کې پچه یا ټاس سترایزرز حیدر اباد لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه کلکتې لوبډلې په ټاکل شویو شل اورونو کې د ( ۸) لوبغاړو په سوځېدو سره د (۱۶۰) منډو هدف حیدراباد ته وټاکه.

د کلکته نایټرایډرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کرېس لاین (۵۱) منډې جوړې کړې دغه راز سونیل نارین( ۲۵) منډې او رینکو سېنګ( ۳۰) منډې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه ترسره کړې.

د سنرایزرز حیدراباد لپاره په توپ اچونه کې چټک توپ اچوونکي خلیل احمد درې لوبغاړي بونیشور کمار دوه او افغان لوبغاړي راشد خان بیا یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

حیدراباد لوبډلې ټاکل شوی د ( ۱۶۰) منډو هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو سره په پنځلس اورونو کې ترلاسه کړ او سیالي یې پر نهه ویکټو وګټله.

د سنرایرزر حیدر اباد لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې جونیو برېسټیو ترسره کړې نوموړي نن ( ۸۰ ) ناسوځېدلې منډې وکړې دغه راز ډیویډ وارنر بیا (۶۷) چټکې منډې جوړې کړې او سیالي یې وګټله.

د کلکتې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې پرېټيوي راج
یو لوبغاړی وسوځوه له ده پرته بل کوم توپ اچونکی په ویکټ اخیستلو بریالی نه شو او سیالي یې وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی جونیو برېسټیو اعلان شو نوموړي نن د حیدر اباد لپاره ( ۸۰) ناسوځېدلې منډې تر وروستیو پورې جوړې کړې.

د هند غوره لیګ په دوام په نهه دېرشمه لوبه کې به څو شېبې وروسته ماښام اووه بجې چینای سوپر کېنګز او رویالز چېلېنجر بېنګلور لوبډلې مخامخ شي.

Loading...