fbpx

د لابیریا ولسمشر دوه مارانو له دفتره ایستلی

تاسو څومره له ماره ډاریږئ داسې شوي چې مار ته مو کوټه یاسیمه پریښي وي داسې شوي چې له مار څخه تښتیدلي یاست که ځواب مو هو یا نه وي نو تاسو خپله د ځان په هکله قضاوت وکړي.
لابیریا کې دوه ماران په دې توانیدلی چې ولسمشر له خپله د فتره تیښتي ته مجبور کړي جورج ویه په خپل د فتر کې دوه تور ماران ولیدل او ده له هغه ځایه پښي سپکې کړې.
د لابیریا د ولسمشرۍ د فتر په دې هکله ویلي چې جورج ویه د لابیریا ولسمشر هغه مهال له د فتره ووتی چې د دفتر کې يې دوه تورماران ولیدل داسې هم ویل شوي چې د ټول دفتر کارکوونکو ته د نه تللو امر شوی.
لابیریا کې د ولسمشر دفتر په ۲۰۰۶ میلادي کال کې وسوځید چې اوس یې د بهرنیو چارو وزارت کې ځانته دفتر جوړ کړی او هلته پکښي دا ستونزه رامنځ ته شوې.
د ولسمشر سلاکار سمیت ټولي ویلي چې دا ډیره پخوانۍ ودانۍ ده او دمار غوندي حیوانات پکښي شاید ډېر وي هغه ویلي ماران نه دي وژل شوي خو ددوی هڅې روانې دي.

 

Loading...