fbpx

د شمالي کوریا ولسمشر د مرمۍ ضد ټانګونو کاروان کې روسیې ته ځي

وروسته له هغه چې د کیم جون اونګ او ټرمپ لیدنې کومه نتیجه ورنکړه شمالي کوریا بیرته خپلې اټومي  پروسې پيل کړې او امریکا هم له هغه وروسته غلې د.

روسي رسنیو خبر ورکړی چې تمه ده ښاغلی کیم جون اونګ د شمالي کوریا ولسمشر نن چهارشنیه د روسیې ولادي وستوک ته د زرې ټانکونو یوه کاروان کې  راشي.

د روسي اژانس سپوټنیک په حواله ویل شوي د کم جون اون زرې کاروان به ډېر ژر د روسيې ولادي وسټوک ښار ته ورسیږي

داسې مالومات خپاره شوي چې د اپریل پر ۲۵ نېټه به د شمالي کوریا او روسیې ولسمشران د شرق فدرال پوهنتون د روسکي جزیره کې له یو له بل سره وویني
د شمالي کوریا دولتي رسنیو هم د اونګ د سفر هغه انځورونه خپاره کړي چې ولسمشر د روسیې ولادي وستوک سفر کوي، همداشان په یاد پوهنتون کې د شمالي کوریا او روسیې بیرغونه هم د پروګرام د شه والي او ښه راغلاست لپاره لګیدلي دي، او د فدرال پوهنتون د دواړو ولسمشرانو د کوربه توب لپاره تیاریږي

د فدرال پوهنتون یو استاد وايي چې د شمالي کوریا ولسمشر په دې لټه کې دی ترڅو په ثبوت ورسوي چې اوس هم نورې لارې چارې شته چې دوی ترې کار واخلي هغه وویل دا سفر له ټرمپ سره تر ناکامو خبرو وروسته د نورو لارو چارو یوه هڅه ده.

څه موده وړاندې ټرمپ او کیم جون اونګ په ویتنام کې یو له بل سره د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د دریدو په هکله یو له بل سره خبرې وکړې خو کومه نتیجه یې ورنکړه، هغه مهال ټرمپ ویلي وو چې د شمالي کوریا اټومي پروګرام دریدو لپاره بیړه نلري او د شمالي کوریا مشر ویلي وو، چې خپل اټومي پروګرام به دروي خو دوی بیرته پیل کړ.