fbpx

انجلینا جولي خپل تخلص بدل کړی

د امریکا محبوب ترین ښځینه لوبغاړې انجلینا جولي خپل کورنی نوم یا تخلص په خپل اړوند اسنادو کې تغیر کړی د (یو ایس ویکلي) اونیزې له قوله ویل شوي چې جولي له انجلینا څخه صرفه کړې او یوازي يې اسنادو کې د جولي نوم غوره او ثبت کړی.

جولي اوس مهال ۴۳ کلنه ښځه ده د جولي د نوم دا بدلون د هغې د طلاق او خاوند سره مستقیم ارتباط لري چې د تیر منی له اخیري مودو څخه تراوسه يې جریان درلود.

دا جوړه چې اوس یو له بل سره جلا شوي دوه نور مهم مسایل هم په مخ کې لري یو يې د اولادونو ویش او بل يې د خپلې  دارايي او ملکیت يې ویش چې تراوسه یې سر نه دی پرې ګرځولی.

دا په داسې حال کې چې هغوی ټینګار کوي چې باید اولادونو لپاره يې بهترین شرایط په نظر کې ونیول شي

د هغې میړه پیت او جولي د میرمنې او سړي په سړي په فلم کې چې په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې يې کار پکښي وکړ یو له بل سره اشنا شول او له لږ ځنډ وروسته يې ګډ ژوند پیل کړ

 

Loading...