fbpx

په ۱۳۹۷ کال کې ملکي مرګ ژوبله ۱۹ سلنه زیاته شوې ده

د بشري حقونو کمیسیون وايي چې تېرکال په ملکي مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی .

دغه کمسیون د یوې اعلامیې په خپرلو سره ویلي دي وچې د تېره کال ملکي تلفات ۱۹ سلنه زیات شوي دي . د یاد کمیسسون له لوري په کلني خپاره شوي راپور کې راغلي دي ، چې تېر۱۳۹۶ کال کې ټو ټال ۹۴۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه ، چې دا مرګ ژوبله په ۱۳۹۷ کال کې ۱۱۵۳۲ تنو ته رسیږي ، چې دا شمېر د ۱۳۹۶ کا په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي .

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې یاده ملکي مرګ ژوبله ۵۳ سلنه وسله والو طالبانو او ۱۲.۵ سلنه بیا د داعش ډلې له لوري اوښتې ده ، په دې راپور کې ۱۱.۵ سلنه ملکي مرګ ژوبله افغان او بهرنیو ځواکونو ته منسوب شوې ده .

په راپور کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ شوی چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي .

د یاد راپور په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه پورې څه نه دي ویلي ، خو وسله والو طالبانو هر ځله ورته راپورونه یو طرفه او غیر عادلانه ګڼي او په کلکه یې د داسو راپورونو رد کړی دی .

طالبانو سږ کال د پسرلنیو عملیاتو د اعلان سره سم د خپلو جنګیالیو څخه غوښتي چې ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو ته پوره پام وکړي .

دا په داسې حال کې ده و چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په خپل کلني راپور کې ویلي و ، چې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پر مهال ۶۶۸۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۶۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰۷۲ تنه نور ټپیان شوي دي .

خو ځینې غیر دولتي بنسټونو بیا په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په لومړیو میاشتو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو څخه یې غوښتي څو سولې ته د زمینه سازۍ په موخه اوربند اعلان کړي.