fbpx

په جلال اباد کې ټپي شوی خبریال کابل ته ولېږدول شو

په جلال اباد ښار کې ټپي شوی خبریال عمران لمر د لومړنۍ درملنې وروسته کابل ته انتقال شو د معلوماتو له مخې نوموړی نن له غرمې وروسته درې بجې شاوخوا د جلال اباد ښار په امیر شهید بڼ کې د نامعلومه وسله وال له لورې ټپي شوې دی.

عمران لمر په جلال اباد حوزوي روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته د ولايتي ادارې په غوښتنه پلازمېنې کابل ته يو مجهز روغتون ته د درملنې په موخه وليږدول شو ولایتي اداره وایې ټپي شوی خبريال به پلازمېنې کابل ته ژر انتقال او هلته به یې په يو مجهز روغتون کې بېړنۍ درملنه ترسره شي.

عمران لمر په ننګرهار کې د سیمه ییزې راډیو مزل سره سیمه ییز خبریال و نوموړی په دې ډګر کې تر ډېره په دنده بوخت و ډیری خبریالان دې پېښې ناهیلی کړي دي دوی د لمر ټپونه نازک ښودلي دي.

بلخوا ډیری خبریالان وایې همداشېبه د کابل لویه لاره بنده ده، امبولانس پرې تګ راتګ نشي کولای او عمران لمر په سخت حالت کې دی باید په چورلکه کې انتقال شي خبریالانو ته د امنیت شورا ویلي چې د طیارې د تګ هوا خرابه شوې ده د تګ امکان یې نشته.

خبریال ډاټ کام ته ډیری خبریالانو وویل هوا سمه برابره ده خو امنیت شورا نه غواړي لمر په الوتکه کې انتقال شي د دوی پر خبره که لمر عاجل کابل ته انتقال نشي نو حالت یې خراب دی ممکن خپل ژوند په لویه لار کې له لاسه ورکړي.

د یادونې وړده کال وړاندې په همدې ورځ د خبریال ډاټ کام ایډیټر عبدالمنان ارغند په کندهار کې د وسله والو له لورې په شهادت ورسېد چې نن یې لومړي تلین دی.

Your SEO optimized title page contents