fbpx

د یوناما مشر په قطر کې د ملابرادر سره وکتل

په افغانستان کې د یوناما مشرتدامیچي یاماموتو نن له غرمې وروسته په قطر کې د طالبانو له مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر  مشر ملا برادر اخند سره وکتل .

په دې ناسته کې چې د قطر دفتر استازو هم پکې ګډون کړی و ، د افغان سولې په تړاو د خبرو اترو په روان بهیر ،  په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او د وسله والو طالبانو تر واک لاندو سیمو کې په بشري مرستو  بحث وشو .

په دې ناسته کې یاماموتو د وسله والو طالبانو څخه په دې پار مننه وکړه چې په دې ورستیو کې یې د ملکي تلفاتو په راکمولو  کې پوره مرسته کړې ده .

دا په داسې حال کې ده ، چې پر طالبانو نیوکې کیږي چې د بهرنیو هېوادونو له استازو سره کتنې ته یې دوام وکړی ، خو د افغان حکومت سره له خبرو انکار کوي ، پر طالبانو دغه نیوکې اوس د افغانستان سره سره په نړیوال کچه هم کیږي .

تېره اونۍ په پام کې وه چې په قطر کې بین الافغاني خبرې وشي ، خو د حکومت له لوري د ۲۵۰ کسیزه لست سره د طالبانو د مخالفت په وجه یاده غونډه لغوه شوه ، خو وسله وال طالبان بیا د دې غونډې د لغوه کېدو پړه پر افغان حکومت اچوي .