The news is by your side.

مقاومت شورا: ګوتریش دې د افغان ولس ترڅنګ ودرېږي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا د امینه محمد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوتریش غوښتي، چې په افغانستان پورې اړوندو قضیو کې د خلکو د ګټو ترڅنګ ودریږي.

دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې ملګري ملتونه دې د یوه باوري نړیوال سازمان په توګه خپلې ټولې هڅې اړمنو افغانانو ته د مرستو پر رسولو او په افغانستان کې د شته ناورین پر پای ته رسولو راټولې کړي، نه د طالبانو پر رسمیت پېژندلو.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا له ملګرو ملتونو پوښتلي، چې د افغانستان په مشخصو سیمو کې د طالبانو د « پراخو بشري جنایتونو» په اړه د دغه سازمان د بشري حقونو د راپور ورکوونکي ریچارډ بنت له مستندو راپورونو سره سره، د کومو اصولو پر بنسټ د طالبانو د رسمیت پېژندنې وړاندیز کوي؟

د دغې شورا په اعلامیه کې د بشري حقونو او د ښځو د بنسټیزو حقونو نقض، د قومي، سیاسي، ژبني او مذهبي تصفیې، د اساسي قانون لغوه کولو، صحرایي محکمو او سلګونو نورو ناخوالو ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد وروستۍ څرګندونې د افغانانو د ارادې او هیلو پر خلاف بلل شوې دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا پوښتلي، چې« ایا نړۍ نن ورځ کولای شي د بشري حقونو یوې سرغړوونکې، ترهګرې، جنایتکارې او مستبدې ډلې ته قانوني بنسټ ورکړي؟

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې دوه ورځې وړاندې د امریکا په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي وو، چې دغه سازمان به د قطر په دوحه کې د یوې غونډې په جوړولو سره د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لارې چارې وڅېړي.

د نوموړې دغو څرګندونو د افغانانو په منځ کې پراخ منفي غبرګونونه راپارولي دي.

Comments are closed.