The news is by your side.

امریکايي سناتور: طالبانو سخت ظلم شروع کړی

خبریال وېبپاڼه: امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور بیل کاسیډي په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي چې طالبانو سخت ظلم شروع کړی او دوی نه شي کولای داسې ظالمانه حکومت وکړي.

نوموړي ویلي، نن وي که سبا؛ د ازادۍ داسې هیلې به را وټوکېږي چې هیڅ وخت به له منځه لاړې نه شي.

کاسیډي زیاته کړې چې افغانستان کې به د خود جوشه او تنکیو ځوانانو پرمټ ازادي راشي او داسې وخت به راشي چې ټول افغانان ازاد ژوند ولري.

نوموړی هغه امریکايي سناتور دی چې  د افغانستان د تېر نظام د سقوط نه وروسته له هېواد څخه د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت د غړو اېستلو کې مرسته کړې وه.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر امریکايي سناتورانو افغانستان کې د طالبانو پر نظام نیوکې کړې وې چې ۴۰ میلیونه ولس یې یرغمل کړی.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې طالبانو د شاخوا شل میاشتو واکمنۍ پرمهال ګڼ شمېر افغانان وهلي ټکولي دي، چې خبریالان، د ښځو د حقونو  او زده کړو فعالان هم په کې شامل دي.

Comments are closed.