The news is by your side.

متقي په سوډان کې د بند پاتې افغانانو په اړه څرګندونې کړي

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي وایي، چې د سوډاني پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو ترمنځ په نښتو کې، ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر دغه څرګندونې پرون په خوست کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړه.

متقي ويلي: «نن پدې کار مشغول وم چې په سوډان کې د بندو پاتو افغانانو ساتنه وشي.»

خو دغه طالب چارواکي په سوډان کې د بندو افغانانو د ژغورنې لپاره، د دغې ډلې د هڅو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

اوس مهال د نړۍ بېلابېل هېوادونه په جګړه کې له ښکیل سوډان څخه د خپلو وګړو په ایستلو بوخت دي.

ویل کېږي چې تر اوسه امریکا او برتانیا توانېدلي چې له سوډانه خپل ډیپلوماتان او خپل نور وګړي وباسي.

د راپورونو له مخې، د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو ترمنځ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په جګړو کې ۲۵۰ ملکیان وژل شوي دي.

Comments are closed.