The news is by your side.

د ارغند پنځم تلین؛ قاتلین یې لاهم خلاصې تڼۍ ګرځي

خبریال وېبپاڼه: له نن پنځه کاله وړاندې یو شمېر ترهګرو د خبریال ویبپاڼې مسؤل عبدالمنان ارغند شهید کړ.
پر ارغند داسې مهال د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر کور ته څېرمه برید شوی و، چې دی له کور څخه کارځای ته پر لاره و.
نوموړی که څه هم د بیان د ازادي لپاره قرباني ورکړه؛ خو بیا یې هم جمهوري نظام چارواکو په درې کلونو کې قاتلین مونده نه کړل.
د جمهوریت نظام له پرځېدو وروسته د طالبانو حکومت هم د ارغند د قاتلینو نیولو هڅه ونه کړه او له پنځه کاله تېرېدو وروسته هم د هغه قاتلین پرانېستې تڼۍ ګرځي.
خبریال ویبپاڼه له طالبانو غواړي چې د خبریال عبدالمنان ارغند قاتلین پیدا او قصاص کړي.
منان ارغند د خبریال ویبپاڼې له پالیسي جوړونکو څخه وو، چې د ملي ګټو په رڼا کې یې خپله پالیسي جوړه کړې وه.
نوموړی په سیمه کې یو وتلی خبریال و، چې تل یې د ولس غوښتنې د دولتي چارواکو تر غوږونو ور رسولې.
هغه که څه هم د ژورنالیزم ټولو اصولو ته ژمن و؛ خو بیا هم ترهګرو ژوند ته پرېنښود.
نوموړي د یو سوله‌ییز افغانستان ارمانجن و، چې خپل دا ارمان یې ګورته یووړ.
له ارغند څخه یوه مېرمن، درې اولادونه او مور او پلار پاتي، چې اوس په یو بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
د هغه پلار خبریال ویبپاڼې ته ویلي، چې لاهم د خپل زوی د قاتلینو د نیولو غوښتونکی دی.
د خبریال ویبپاڼې اداره د ارغند مړینه د خپلې رسنۍ، د افغان خبریالانو او د بیان ازادۍ د سرلارو لپاره یوه ستره ضایع بولي او لاهم په دې برخه کې له طالبانو څخه د هغه د قاتلینو د نیولو غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده چې عبدالمنان ارغند یو له هغو خبریالانو و، چې تر ډېره به ورته پټ او مهم معلومات اول لاس ور رسېدل.

Comments are closed.