کور پاڼه / راپورونه / نړیواله ټولنه دي د پاکستان له ظلمونو څخه پښتانه او بلوڅان وژغوري

نړیواله ټولنه دي د پاکستان له ظلمونو څخه پښتانه او بلوڅان وژغوري

د زابل ولایت لسګونو اوسیدونکو د یو مظاهری په ترڅ کې د پښتنو او بلوڅو څخه ملاتړ وکړ او پر دغو قومونو د پاکستان روان ظلمونه یې وغندل
دغه مظاهره چی د زابل ولایت قومی مشران، ځوانان او عام خلکو پکښي برخه درلوده د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول او هلته د پښتنو له لاریون څخه ملاتړ اعلان کړ
د دې ولایت اوسیدونکي وايي چې افغانانو تل د پښتو او بلوڅو له حقوقو دفاع کړی او اوس هم حاضر دی چې د دوي ملاتړ ته دوام ورکړی
دوي زیاتوی چی د هیواد په لر او بر کې مظاهرې، لاریونونه، احتجاجي غونډي او نور پروګرامونه دوام لري چې دا د ولسونو د یووالی له ترهګرو څخه د خلاصون او پرمختګ ښه نښه ده
د زابل اوسیدونکو پر نړیواله ټولنه ږغ وکړ چې د پاکستان له ظلمونو څخه پښتانه او بلوڅان وژغوري او که داسي ونه شي دوي به خپلو مظاهرو او سوله ییزو حرکتونو ته دوام ورکړي
د زابل ولایت اوسیدونکی په داسي حال کې د پاکستان پر ضد او د پښتنو او بلوڅو په ملاتړ مظاهره کوي چې تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني هم د پښتنو روان لاریون د سولي یووالی او ثبات لپاره ګټور بللی و.

بیا وګوره

جلال اباد كې د چاودنې له كبله پنځو قومي مشرانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د ماين چاودنې له كبله پنځو قومي …

ننګرهارکې له کوټ وروسته د پچیراګام د ولسي وګړو ډلیز قبر موندل شوي

دننګرهار ولایت سیمه یزه چارواکي واييد پچیراګام ولسوالۍ پاس پچیر څخه شاوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې …