fbpx

د يوټيوب مياشتيني کاروونکي له ٢ ميلياردو واوښتل

فېسبوک د نړۍ هغه مشهوره ټولنيزه رسنۍ ده چې هره مياشت ٢ ميليارده او ٣٨٠ ميليونه کاروونکي لري، خو اوس د فېسبوک دغه لومړي مقام ته د ګوګل د ويډيو شريکولو وېبپاڼې يوټيوب څخه خطر پېښ شوى دى.

د يوټيوب وېبپاڼې د مياشتيني کاروونکو شمېر له ٢ ميلياردو څخه اوښتى دى او اوس نو يوټيوب له فېسبوک وروسته دوهمه ټولنيزه رسنۍ ده چې په مياشت کې تر دوه ميلياردو زيات کاروونکي لري.

د ګوګل اجراييه رييس سندر پچايي د پنجشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وويل، چې په تېرو درې مياشتو کې په مياشت کې لږ تر لږ يو ځل د يوټيوب کاروونکو شمېر کې ٢٠٠ ميليونه زياتوالى راغلى دى، چې د يوټيوب کاروونکو شمېر له يو ميليارد او ٨٠٠ ميليونو څخه اوس ٢ ميلياردو ته ورسېده.

د يوټيوب د کاروونکو شمېر په داسې مهال کې دوه ميليارده ته رسېږي چې دغه وېبپاڼه د خطرناکو موادو له امله لانجمنه شوې ده او يو شمېر ستونزو کې راګېره شوې ده، همدا لامل دى چې يو شمېر لويو شرکتونو ورته د اعلانونو ورکول هم بند کړي دي.

د ګوګل اجراييه رييس سندر پچايي همدا راز وويل چې يوټيوب ته خلک يوازې د ساعتېري لپاره نه راځي بلکې دا د خلکو لپاره د زده کړې يو لوى ځاى دى او ډېرى خلک دلته د زده کړو او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره هم راځي.

خو د فېسبوک او يوټيوب لپاره تر ټولو لوى خطر وټساپ هم دى، چې کاروونکي يې د تېر کال په فرورۍ مياشت کې له يو نيم ميليارد څخه اوښتي دي او د دغه ايپ د کاروونکو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي.

د تېر کال د فرورۍ مياشتې راوروسته فېسبوک د خپل دغه ايپ (وټساپ) د کاروونکو د شمېر په اړه څه معلومات نه دي خپاره کړي خو اندازه کېداى شي چې د وټساپ کاروونکي هم د دوه ميلياردو په شا و خوا کې وي.

ياده دې وي چې په ٢٠١٤ کال کې فېسبوک د وټساپ ايپ په ١٩ ميليارده ډالر اخيستى و چې هغه مهال يې مياشتيني کاروونکي ٤٥٠ ميليونه ول خو په پنځه کلونو کې يې کاروونکي ډېر زيات شول.