لطف الله ستانکزی د آفتاب عالم قضیه ختمول نه غواړي

خبریال ډاټ کام: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ او چټک توپ اچوونکي آفتاب عالم بندیز نږدې دوه میاشتې وروسته پوره کېدونکی دی، خو د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی یې د قضیې په ختمولو کې مخالفت ښودلی دی او نه پریږي چې آفتاب عالم دې ژر له دغې بندیز څخه ازاد کړی شي.

د کرکټ ملي لوبډلې په لوبغاړو محمد شهزاد محمدي او آفتاب عالم باندې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام را وروسته د یو لړ اوصولو د ماتولو له امله بندیزونه لګېدلي و، خو محمد شهزاد محمدي د اووه میاشتو له بندیز وروسته د کرکټ بورډ له لوري بېرته ازاد شو او د آفتاب عالم قضیه لاهم پر خپل ځای پرته ده.

د کرکټ مینوال او خبریالان په افغان کرکټ بورډ نیوکي کوي چې ګواکې محمد شهزاد محمدي د مافیا ډلې د مشر مشعل او اصغر افغان په خوښه له بندیز ازاد کړی دی، خو د آفتاب عالم د بندیز په اړه چوپ دي.

زمونږ سرچینه وایي، چې د چټک توپ اچوونکي آفتاب عالم قضیه د افغانستان د کرکټ بورډ د ډیسپلین کمېټې او پخواني چیرمین له لوري اته میاشتې وړاندې اورېدل شوې ده چې په پای کې د هغه په حق کې فیصله شوې، خو اجرائیه رئس لطف الله ستانکزی د آفتاب عالم پر قضیه کې مداخله کوي او نه غواړي چې نوموړی بیا کرېکټ ته راستون شي.

اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی ادعا کوي چې پر افتاب عالم بندیز د کرکټ نړیوالې شورا ( ای سي سي) له لوري لګول شوی دی چې له همدې امله باید له وخت وړاندې پرې بندیز لیرې نه شي، خو د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي افتاب عالم” خبریال ډاټ کام” ته وویل، چې پر هغه د “ای سي سي” له لوري کوم بندیز نه دی لګول شوی چې یوازې پرې د کرکټ بورډ شتون لري.

د افغان ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی آفتاب عالم وایي، چې هغه د یو کلن بندیز پر روانه موده کې یو ځل بیا ځان په هره برخه کې سیالیو ته چمتو کړی دی او غواړي چې په نړیواله کچه د افغانستان نماینده ګي وکړي، خو یو شمېر کړئ نه غواړي چې هغه دې ژر ملي لوبډلې ته راستون شي.

په افغانستان کې ورزشي خبریالانو او د کرکټ شنونکو هم له افغان کرکټ بورډ غوښتي دي چې د آفتاب عالم سره دې نور د مور او میری چلند نه کوي، بلکې د شهزاد په شان دې د هغه په حق کې هم پرېکړه وکړي.

زمونږ سرچینه وایي، چې آفتاب عالم د نړیوال جام پر مهال د مافیا ډلې له لوري ښکار شوی و چې هغه مهال ورته یو ډول سیاسي کېس جوړ شوی وو، خو په منځ کې هیڅ داسې څه نشته چې هغه دې پرې له یو کلن بندیز سره مخ کړی شي.

آفتاب عالم ته دي سپیناوی ورکړل شي

په کرکټ بورډ کې د ډیسپلین کمېټه هم وایي، چې دوی د قضیې له څېړلو وروسته پرېکړه کړې وه چې له شهزاد ترڅنګ به د آفتاب عالم قضیه هم پای ته ورسوي، خو د اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزي له لوري منع شوي دي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ پر اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزي باندې سختې نیوکې کېږي چې ګواکې په خپله دنده کې په مکمله توګه پاتې راغلی دی او د کرکټ مافیا ډلې ته کار کو چې له همدې امله د بورډ د مشر سره هم په خپلمنځیو لانجو کې لاس او ګریوان دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More