fbpx

پاکستانی پوځ په پښتنه سېمه کې د بلې جګړې نیت لري

(خبریال ویب پاڼه پېښور ـ ۵ مۍ ۲۰۱۹) د پښتون ژغورنې غورځنګ تر بل هر وخت دپاکستان تر سخت فشار لاندي دی . پاکستانی پوځ او د هغه هېواد حکومت هڅه کوي ‌چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه ډب کړي .

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین لا له وړاندې‌ دا خبره کړې وه چې پاکستانی پوځ په سیمه کې د یوې بلي جګړې دا را منځته کېدو په تکل دی ،او  د ده په خبره چې هرکله د پاکستان پوځ د پیسو د موندلو لپاره د یوې نوې جګړې تابیا کړې ده .

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي ‌چې دا ځل به پاکستانی پوځ دې ته پرېنږدي چې په سیمه کې یوه بله جګړه رامنځ ته کړي .

پاکستانی پوځ هڅه کوي‌ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په تاوتریخوالي بدل کړي ،خو د یاد غورځنګ د ځوان مشرتابه د مهارت له کبله دالار ورته نشي‌اورېدلای .

دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ په افغانستان پوري تړي او د لراوبر لوی افغانستان خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ منځپانګه بولي‌،خو د دغه غورځنګ مشر منظور پښتون په خورا مهارت هغوی ته وايي‌چې پې ټي ایم یوازي د ویشلي ‌قوم خبره کوي نه د جغرافیې .

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د امریکا غږ اشنا ټلویزیون سره په وروستۍ تازه ویډیوي مرکه کې پاکستاني ریاست ته په ځواب کې په ټینګار ویلي دي چې په جغرافیه خبرې نه کوم لر او بر یو افغان دی.

پښتین زیاتوي پښتون د نسل نوم دی نه د جغرافیه نوم دی هغه وایې د قوم خبره کوو چې یو دی دوی اعتراض هم په سمه توګه کولی نه شي که ځواب غواړي چې تاریخ ، کلتور، ژبه او نور هغه څه ورته د ثبوت په شکل راوباسو چې نور پرې خبرې ونکړې دوی وایې د پښتننو اتفاق په دوی اور بل کړی دی.

منظور د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وایې چې پاکستاني ریاست زمونږ په سیمه کې عملیات ونکړ بلکې غلاوې وکړې، بازارونه یې وران کړل، زمونږ کورونه یې وران کړل عام وګړي یې ووژل، ولس یې له منځه یووړ دا خو عملیات نه وو. هغه وایې په ترهګرو یې بمبار نه دی کړی بلکې په پښتنو یې یرغل کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې اوس  په یوه نړۍ وال سیاسي ګوند اوښتی د نړۍ په هر ګوټ کې د پښتون ژغورنې غږ اوچتوي ، ددې مطلب دادی چې که پښتانه د نړۍ په هر ګوټ کې ځپل کېږي باید مخه یې ونیول شي .

که څه هم ددغه غورځنګ د خونسا کولو په موخه اوس په پې ټي ایم پسي بهر او دننه د ای ایس آی اجنټان بوخت دي ،خو دا سپېڅلې کاروان دم ګړی په ښه او منظمه توګه پر مخ ځي .

Loading...