fbpx

پاکستان په افغانستان کې له لاسوهنې ولې لاس نه اخلي؟

دا ټولې نړۍ ته په ډاګه ده چې له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي، دلته خپل لاسپوڅي پالي، دلته يې افغان وژنه روانه کړې ده او د دې کار څخه لاس نه اخلي.

که په پاکستان کې پوځي حکومتونه د کودتا له لارې راغلي او يا هم د رايو په لارې حکومتونه جوړ شوي دي، خو چون پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارې تر کنټرول لاندې هېواد دى، نو د افغانستان په اړه يې په پالېسۍ کې په دې يوه نيمه پېړۍ کې هېڅ بدلون نه دى راغلى، په خوله خو تل ګوړه ګوړه وايي، خو د افغانستان د هر کنډر او هرې وينې شاته د پاکستان ناوړه لاسونه پراته دي.

د سياسي شنونکو په وينا، په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې لامل دا دى چې پر افغانستان د ډېورنډ کرغېړنه کرښه ومني، افغانستان تر خپل تسلط لاندې وساتي او لکه څنګه چې انګلستان هڅه کوله افغانستان خپلې ټولې پالېسۍ د دوى په خوښه جوړې کړي، پاکستان هم همدغه غواړي.

د پاکستان پر سياست ژور نظر لرونکي بيا وايي چې پاکستان هېواد په دې سيمه کې ځکه زېږول شوى دى، چې ترې شا و خوا هېوادونه په امن کې پاتې نه شي او افغانستان چې د اسيا زړه او د سيمې يو له زورورو هېوادونو څخه و، بېرته په خپلو پښو ونه درېږي.

سياسي شنونکو د دې په اړه چې پاکستان به تر څو په افغانستان کې لاسوهنه کوي، وايي چې پاکستان له دې خبرې هغه وخت لاس اخيستى شي چې نړۍ پرې فشار راوړي، د ډېورنډ کرښې ستونزه هواره شي او په قاطع ډول د پاکستان پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړاى شي.

په داسې مهال کې چې افغان حکومت په خپله تر ډېرو ستونزو لاندې راګېر دى او په کور دننه له سياسي مخالفينو او وسلوالو سره اخته دى، د پاکستان پر وړاندې جدي ګامونو پورته کولو ته اړتيا شته.

پر پاکستان ژور نظر ساتونکي دا نظر وړاندې کوي، چې په نړيواله کچه دې د پاکستان پر ضد عملي ګامونه پورته شي او نړيوال دې په ډيپلوماټيکي ژبه وپوهول شي چې که پاکستان له دې هر څه لاس اخيستو ته مجبوره نه کړاى شو نو د سيمې په ګډون به ټوله نړۍ کې نا امنۍ رامنځ ته کړي.

دوى زياتوي چې يوه د حل لاره دا هم کېداى شي چې پاکستان ته بېرته د څپېړې ځواب په سوک ورکړل شي، ځکه هغوى پوهېږي چې هر څه کوي زموږ له خوا ورته حکومت ځواب نه ورکوي، نو حکومت ته هم ورسره بالمثله عمل کول پکار دي.

همدا راز دوى وايي چې ولس ته هم پکار دي چې په ملي روحيه باندې د پاکستان پر ضد متحد شي او هر هغه څوک چې په دې هېواد کې د پاکستان د ګټو خبره کوي، د هغوى د مخې خنډ دې شي.

خو د افغان پښتون وطن داسې ځاى دى چې که څه هم ډېرى خلکو په دې د پاچاهۍ تصور کړى دى، خو له خاورو سره خاورې شوي دي، که د پاکستان ضيا الحق په کابل د پاچاهۍ خوبونه لرل او که يې نور لري، ټول بايد په دې پوه شي چې په دې نيمه پېړۍ کې يې دغه ارمان پوره نه شو، نو اوس هم نه پوره کېږي، ځکه د تېر کله په څېر اوس د افغانانو له خپل وطن سره مينه زياته شوې ده، اوس هر افغان په دې خبره پوه دى چې که دا وطن نه و، نو دوى هم نشته.

د افغان د ناموس او خاورې ساتونکي ملي ځواکونه بيا په ملي او اسلامي روحيه سمبال دي چې د دښمن هر ناوړه عمل به خنډوي، که اوس موږ لږ کمزوري يو، خو دا کمزورتيا به تل نه وي او دا وطن به پاڅېږي او د اسيا په زړه کې به خپل پخوانى برم او مقام بېرته ترلاسه کوي.

ليکوال : بريالى زمرى

Loading...