fbpx

تېري کوونکي پوليس بايد اعدام شي

خبریال ویب پاڼه کندوز – ۷ مۍ ۲۰۱۹: اونۍ وړاندې د کندوز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې د عامه نظم دوو سرتیرو پر یوې مېړوښې ښځې جنسي تیری کړی دی. دغه میرمن وايي چې د خاوند پر وړاندې یې له موټره کښته کړې او دوو پولیسو ور باندې په زور جنسي تیری کړی دی. نوموړې د افغانستان له ولسمشر څخه غوښتي چې دغه کسان دې اعدام کړي.

دغې پېښې په کندوز او په ټوله افغاني ټولنه کې سخت غبرګونونه را پارولي دي،دوی وايي که د څيړنې کمیسون ژر تر ژره ددغه پېښې پایلې اعلان نکړي او مجرمینو ته سزا وا نه وري نو دوی به د پولیسو ټولو پوستو ته اور واچوي.

د کندوز اوسیدونکي وايي چې موږ په هره سخته کې د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه درېدلي یو او پر هغوی مو اعتبار کړی چې همدا تاسو د نجات پرښتې به موږ ساتۍ؛ خو د عامه نظم یادو پولیسو دغه باور له منځه یووړ د ټولو امنیتي ځواکونو اعتبار يې له خاورو سره خاورې کړ او دا يې په ډاګه کړله چې قانون ساتونکي خپله تر بل هر چا زیات د قانون ماتونکي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ یو مدنی فعال سید رحیم کاکړ له خبریال ډاډ کام سره په خبرو کې وویل چې دا ډيره هیښوونکې پېښه وه باید داسې نه وای شوي نوموړي وویل((دا ډول پېښې مخالفینو ته د جګړې غځولو ښې بهانې په خوله ور کوي، د ولس له احساساتو کار اخلی او خپل شمير زیاتوي، او په داسې مواردو کې ولس پر حقه هم دی ، د دا ډول پېښې په لیدلو او اوریدلود ټولنې هر فرد له پولیسو کرکه کوي، ټول امنیتي ځواکونو ته بد وايي، د مخالفینو لاس نیوی کوي))
کاکړ زیاتوي په هغه کلي او سیمه کې چې د سړي مور خور، میرمن مستوره نه وي او د هغوی عزت لوټل کیږي نو بیا به په کومه روحیه د نظام ملاتړ وشي او کوم به وي نر چې د پولیسو او امیتي ځواکنو سره د مرستې لاس اوږد کړي.

که څه هم په افغانستان کې پولیس لا له وړاندې ډير ښه نوم نلري ځکه همیشه په غلا او فساد کې یو شمير پولیس ښکیل وي خو د جنسي تیري دا ډول پيښه په خپل وار نوې ده، ځکه په یاد ولایت کې د جنسي تیري ډیرې پېښې د سیمیزو ملیشو له لوري رامنځته کیدلې، خو دا چې د عامه نظم یو پولیس د خپلې وحشي نفسي نشې په دریاب کې دومره ډوب شوی چې پر یوې مور د اولادونو او خاوند مخ ته يې د عزت سپکاوی کوي دا په کل کې د ټول بشریت سپکاوی دی.

په کار ده چې حکومت خپله وجبه ادا کړي د دې بېوسه کورنۍ غږ واوري او د عبرت لپاره دا دوه وحشي انسانانو په عمومي لارو کې په دار وځړوي چې د خلکو غوسه کراره شي. که چیرې حکومت دا کار ونکړی او د پولیسو په مقررۍ کې په عمومی پالیسۍ کې تغیر رانه ولي نو بعیده نده چې ورته پېښې دې بیا تکرار نشي.

ددغه پېښې اړه په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه توګه بحث کیږي او له حکومت څخه غوښتل شوي چې د پېښې مرتکبین دې ونیسي او سخته جزا دې ورته ورکړل شي. د ټولنیزو رسنیو کار کوونکوي وايي دا حکومت ته ښه چانس دی چې یاد کسان اعدام کړي او له یادې مسلې سره جدي چلند وکړي تر څو نور پولیس او زورمندان دا جرات ونشي کړای چې د یو چا پتمنه خور یا لور بی ستره شي.

لیکوال: خان وزیر عابد