fbpx

پي ټي ايم سپېڅلی کاروان او د پاکستان پوځ

خبریال وېب پاڼه پېښور – ۷ مۍ ۲۰۱۹ دا چې پي ټي اېم یو سپېڅلی صف دی او یوازې د خپلو حقونو غوښتنه کوي ، خو یو ناولی حکومت د دې لپاه چې د دوی ترمنځ یو درز رامنځ ته کړي او دا صف ګډ کړي مختلفې بهانې جوړوي ، خو دا صف د سپېځلو ارمانو صف دی ، چې د کونډو، رنډو یتیمانو او پلار ورکیو ماشومانو له آه څخه جوړ شوی دی ، نو د دې صف ورانول به د پاکستان پوځ لپاره ځکه ستونزمن وي ، چې په دې کې داسې ځوانان راټول شوي دي چې د کلک او ټینګ عزم څښتنان دي او په هر ډول او په هره قربانۍ چې وي له پنجاب څخه خپل حقوق غواړي .

دا چې پنجاب په دې غورځنګ باندې له هر ډول فریب او چل ، وحشت او ډار آن تر دې چې اخطارونه یې هم ورکړل ، څو دا غورځنګ له خپلو کړنو څخه تېر شي او څو ورځې وړاندې یې د سیمې د استخباراتو په مالي ملاتړ هم تورن کړل ، خو دا غورځنګ نه یوازې دا چې خاموشه پاته نه شو بلکې له پنجاب څخه یې د دې تورونو د ثبوت غوښتنه وکړه ، خو دا هسې هوايي خبرې وې او لاړې اوس یې بله بهانه ورکه کړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر علي وزیر باندې یې تور پورې کړی دی ، چې په شمالي وزیرستان کې یې د غونډې پر مهال ځوانان د پوځ خلاف هڅولي دي ، چې دا کړنه د قانو خلاف ده او د نوموړي لپاره یې دوسیه هم جوړه کړې ده .

خو علي وزیر وايي ، چې یوازې یې د خپلو خلکو سره چې ده ته یې رایه ورکړې وه کتلي دي او د دوی ستونزې یې اورېدلې دي ، ځکه چې پښتانه څوک نه لري چې غږ یې واخلي او تر مربوطه چارواکو پورې یې ورسوي، ما یوازې د خپلو خلکو غږ اخیستی دی که دا جرم وي بیا یې رپوټ قانوني دی او نه پاکستان د پي ټي اېم مشران په دې رپوټونو نه شي ویرولی .

اوس د پاکستاني پوځ څخه لاره ورکه ده او لکه لېونی سپی هرې خوا ته خوله اچوي او نه پوهیږي چې څه وکړي او څه ووايي .

پاکستان پوځ ته اوس یوازې یوه لاره پاته ده ، هغه هم دا ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره کښیني او د دوی غوښتنې ته په ورین تندي ځواب ورکړي او ځان ته یوه د خټو پزه جوړه کړی ، تر څنګ یې له پښتانو څخه مننه هم وکړي ، چې له پنجاپیانو څخه د تېرو لسګونه کلونو حساب نه غواړي ، که پاکستاني پوځ دا چار و نه کړي نو په داسې غم به واوړي ، چې بیا به یې نه امریکا دوا کېدلی شي او نه به یې هم کوم بل ملاتړی هېواد .

لیکوال : ابوعظم شیخ

Loading...