fbpx

دوه جلا بریدونو پاکستاني پوځیان هلاک کړل

خبریال ویب پاڼه وزیرستان – ۷ مۍ ۲۰۱۹: تازه پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی چې په شمالي وزیرستان کې یو ځل بیا د پاکستاني پوځیانو د پوځ پر کاروان دوه جلا جلا بریدونه شوي دي چې له امله یې ۴ پوځیان هلاک او لس نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو پر وینا پوځیان د سیمې نه د تېرېدو پر مهال و چې ناڅاپه پرې بریدګر بریدونه پیل کړي او همدې ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. یو پاکستاني چارواکي تور پورې کړی دی چې ګواکې برید ګر د افغانستان خاورې ته په تېښته بریالی شوی دی خو د پېښې مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

په ورته وخت کې خبر ورکړل شوی دی چې تر همدې بریدونو څو ساعته مخکې ګڼو وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی دی او درې پولیس سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

له دې وړاندې هم په یو بمي برید کې پاکستاني پوځیان هلاک شوي و هغه برید د شمالي وزیرستان په تحصیل سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه پوسته شوې و چې له امله یې ډېر پوځیان هلاک شوي و.

به پاکستان کې په دې وروستیو کې د پوځیانو پر وړاندې بریدونه ډیر شوي دي. اونۍ وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې د پاکستان یو افسر نا معلومو وسله والو لومړی تښتولی و او بیا یې هلاک کړی و.

د یادولو ده څو ورځې وړاندې هم په پښتونخوا کې یوې غیرتمنې پښتنې مېرمنې یو پاکستانی پوځي پر ډزو هلاک کړ ویل کېدل چې دغه پاکستاني پوځي غوښتل له اجازې پرته د دغې مېرمنې کور ته داخل شي، چې دغې پښتنې مېرمنې د خپل عزت د ساتنې لپاره پر پوځي ډزې وکړې او دغه پاکستانی یې ځای پر ځای هلاک کړ.