fbpx

نديم عسکر په پاکستاني زندان کې څه وليدل؟

خبریال وېب پانه – ۷مۍ ۲۰۱۹ نديم عسکر وايي، چي د بنو په زندان کي د کنړ ولايت يو ځوان بندي وو. دا ځوان پاکستاني پوليسو په پېښورکې  له خپل کار ځای څخه پورته کړی. پنځه کلونه يې په غير قانوني ډول يوازي د بنو په کيمپ کي بندي کړی وو؛ وروسته تر هغه يې د بنو زندان ته چي موږ هم پکښې وو؛ راوړئ. پاکستانۍ ادارې له دې ځوان سره دومره ظلمونه کړې او لا يې کوي چي، هيڅ انتها نه لري؛ له هر ډول تشدده يې کار اخيستئ، ان په تندي کي يې مېخونه ورټک وهلي، له ډېرو وهلو ډبولو وروسته يې اوس يوه پښه هم ور فلج کړې. عسکر زياتوي، ما ورته وويل چي دوی(پاکستانۍ اداره) ستا څخه اخير څه غواړي؟ ده وويل؛ دوی راته وايي چي ته به زموږ لپاره په بر وطن(کابل) کي کار کوي، خو ما ورته ويل څنګه کار؟ او کار خو به زه وکړم، خو چي تاسي مي يو ځل کابل ته پريږدی. دوی راته ويل چي نه؛ ته يو ځل اوس دلته(پاکستان)کې  موږ ته د NDS(افغان ملي امنيت رياست) غړي راوښايه، چي موږ يې ونيسو. ما ورته ويل چي زه څوک در وښايم، زه خو هيڅوک نه پېژنم؟ زه څنګه دا کار وکړم؟ عسکر وايي، دې ځوان ويل چي، زه اوس پر خپل ځان نه يم، ما خو هر څه پر ځان تېر کړل، خو هلته مي مور کلونه کلونه کيږي چي زما په انتظار ده، په ما پسي ليونۍ سوې، له ډيرو ژړاګانو څخه اوس ړنده سوې ده. د بدن غړو يې کار پريښئ. دا صرف او صرف په ما پسي. که نن وو که سبا؛ زما په انتظار کي به مړه هم سي، خو که هغه په ما په سي هلته مړه سي، نو زه دا کله زغملی سم؟ دلته به زه هم ځان پانسي(زندۍ) کړم. عسکر وايي، چي کله موږ(زه او حنيف) له زندانه راوتلو؛ نو د دې ځوان له سترګو اوښکي تللې، او راته ويل يې چي، دا(لر وطن) خو زما خپله خاوره ده، دلته خو زما خپل پښتانه ورونه دي، خو ددې څخه علاوه؛ زه د کنړ ولايت يم، دلته مي د پوښتني څوک نسته، چي غږ مي واوري؛ نو زما يوازنۍ هيله او اميد منظور پښتون دی!!! يوازي هغه ته تمه لرم، هغه ته زما پيغام ورسوئ، هغه ته راخبر کړئ چي، پر موږ بې جرمه دومره ظلم سوی، هغه ته وواياست چي پر موږ خبري وکړي، پر موږ غونډي وکړي! نديم د پښتون ژغورني غورځنګ د بنو سيمي مسؤول او تکړه مبارز دی. نوموړی او د غورځنګ بل تکړه غړی حنيف پښتون دواړه څه وخت وړاندي د پاکستانۍ ادارې له لوري بنديان سول. نديم د (بنو) په زندان کي د خپل لنډ قيدي عمر ناخوالي بيان کړې. چي يوه يې هم ددې کنړي ځوان کيسه وه. بنو زندان يو ډېر کوچنی زندان دی، خو په هغه کي هم بلها لر او بر بې ګناه پښتانه لاس تړلي پراته دي. د هر ډول ظلم یو حد وي، خو د پنجاب په زندانونو کي د ظلم هیڅ حد او انتها نسته. دوی له پښتنو بنديانو سره هغه ډول وحشیانه چلند او ظلم کوي چي، انسان يې هيڅ د ويلو جرات نه سي کولی. په دا ډول يو کوچنی زندان کي د پښتنو سره تشدد تر دې کچي رسيدلی؛ نو تاسي فکر وکړئ! چي د پنجاب په لويو زندانونو کي به د پښتنو څه حال وي؟؟؟

(لیکوال :احمدشاه ساحل (غیرډیورنډ

Loading...