fbpx

نواز شریف به د روژه ماتي وروسته یو ځل بیا زنداني شي

خبریال ویب پاڼه لاهور – ۷ مۍ ۲۰۱۹ : د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ضمانت یو ځل بیا نه دی منل شوی نوموړی به نن ماښام د روژه ماتي وووسته یو ځل بیا زنداني شي.

نواز شریف د مارچ پر ـ۲۶ مه نېټه د شپږ اونیو لپاره په ضمانت له بنده ازاد کړی شوی وو چې بېرته زندان ته د داخلېدو وووستۍ نیټه یې د مۍ اتمه ښودل شوې وه خو نن د مۍ اوومه نېټه یې د شپږمې اونۍ وروسته ورځ ده. د ضمانت د پایته رسېدو له امله د مسلم لیګ ګوند غړي غواړي نواز شریف په ځانګړو مراسمو د روژه ماتي وووسته د ماسخوتن پر مهال په لاهور کې لکپت زندان ته داخل کړي.

زندان ته د د نواز شریق د انتقال په موخه په لارهور کې په لسګون چیکپوسټونه اچول شوي دي هر ډول امنیتي تدابیر نیول شوي دي ترڅو د مسلم لیګ ګوند غړي په ارامه فضا په ځانګړو مراسمو نواز شریف تر زندانه ورسوي.

د معلوماتو له مخې د نواز شریف کورنۍ داځل د ضمانت لپاره څوک پیدانکړ او نه ورته حکومت د ضمانت موده ډېره کړه کورنۍ یې غوښتل چې نواز شریف په مجهز روغتون کې بستر کړي خو خبره بر اعکس شوه د روغتون پر ځای به یې نن په زندان کې بستر کړي.

نواز شریف تېر کال د لس کلن بندیز سره مخ شوی دی هغه په دې تور نیول شوي و چې له خپلې ګټې څخه یې په زیاته اندازه پیسې بېلې کړې وي.

د یادولو ده څه موده وړاندې د نواز شریف د لور مریم نواز سره د ګوند یو څو نورو مشرانو سپریم کورټ ته د ضمانت اخیستلو په موخه تللي وو چې بېرته تش لاس راستانه شوي دي.

Loading...