fbpx

پاکستان ته داشرف غني تګ او له ملا برادر سره یې ملاقات

خبریال ویب پاڼه پېښور-  ۸ مۍ ۲۰۱۹ / ټاکل شوې ده چې ډېر ژر ولسمشر غني اسلام اباد ته سفر وکړي . که څه هم ددغه سفر موخه له پاکستاني چارواکو سره لیدل ښودل شوي دي ، خو د طالبانو د شورا یوه غړي خبریال ویب پاڼې ته وویل چې پاکستان هڅه کوي چې ملا برادر او اشرف غني سره مخامخ کړي .

د خبریال ډاټ کام سرچینه وايي چې د دې ملاقات پرېکړه د تېري اپرېل میاشتي پر (۱۰) لسمه نېټه په دوحه کې د ملا برادر اخوند په استوګنځي کې د ولسمشر غني د دفتر له ریس سلام رحیمي سره شوې وه .‌

هغه مهال یوازي د اشرف غني سره پر ملاقات پرېکړه شوې وه ، او افغان حکومت هڅه کوله چې له ملا برادر سره چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر بلل کېږي په کابل کې وګوري ،خو وروسته د طالب مشر له لوري کابل ته له تګ نه انکار وشو .

ارګ او د طالبانو مشرتابه د دغه ملاقات لپاره په پاکستان کې سره صلاح شول .

دا چې ولي طالبان تر افغان حکومت زیات باور په پاکستان کوي ،خو د ولسمشر له لوري د پاکستان ته تګ وړاندیز منل شوی دی .

د طالبانو د کوټې شورا ځیني‌غړي وايي چې ښايي دا ملاقات د روژې مبارکې په مینځ کې وشي او د همدغه ملاقات پر مهال د کوچني‌اختر په مناسبت اوربند هم اعلان شي .

دا اوربند به د تېر اختر په څېر وي ،خو دا ځل به طالبانو ته ښارونو ته د تګ اجازت نه وي .

که څه هم د افغانستان حکومت او د وسله والو طالبانو ویندویانو لا تر اوسه په دې تړاو رسمي څه نه دي ویلي ،خو داسي ښکاري چې د سلام رحیمي او ملابرادر د ملاقات په ډول په اسلام اباد کې دولسمشر غني او ملابرادر ملاقات هم پټ ساتل کېږي .

د ارګ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبریال ویب پاڼې ته وویل چې ښايي دا ځل ولسمشر غني په خپل حکومت کې وسله والو طالبانو ته د مهمو څوکیو ورکولو وړاندیز هم وکړي ،خو دا سرچینه د ملا برادر او اشرف غني د ملاقات په تړاو له څه ویلو ډډه کوي .