fbpx

پاکستان کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

خبریال وېب پاڼه پېښور ۸ مۍ ۲۰۱۹ په پاکستان کې یوې چاودنې درنه مرګ ژبله اړولې ده ، د راپورونو له مخې نن سهار مهال د پاکستان پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د یوه زیارت تر څېرمه چاودنه شوې چې له کبله یې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

په چاودنه کې ۳ تنه  پاکستاني  پوځیان هم هلاک شوي دي ، او د ملکیانو په ګډون اتلس نور سخټ ټپیان شوي دي ، په ټپیانو کې ملکيان هم شامل دي ، خو ډېره برخه یې پاکستاني پوځیان دي .

ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي ، خو د زیاتو ټپیان روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی .

تر اوسه پورې د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې ، خو پاکستاني چارواکي وايي ،چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او پایلې به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریکې کړي .

پر پاکستاني پوځ په روانه میاشت کې دا اووم برید دی ، چې تر سره کیږي ا وګڼ شمېر پوځیان هم پکې هلاک شوي دي .

تېره ورځ هم په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر کاروان په دوو جلا جلا چاودنو کې ۴ تنه پوځیان هلاک شول او لس تنه نور مرګوني ټپیان شوي وو.

 

Loading...