fbpx

نن بیا پر پاکستاني پوځیانو زبردست برید شوی

خبریال ویب پاڼه پښتونخوا – ۸ مۍ ۲۰۱۹: په پاکستان کې د پوځیانو پر وړاندې بریدونو زور اخیستی نن له غرمې وروسته یو ځل بیا پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی چې د پښتونخوا په چارسده سیمه کې وسله والو په پاکستاني پوځیانو برید کړی چې په نتیجه کې دریو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني چارواکو پر وینا د چارسدې به تنګي ګنډیري سیمه کې نا مالومو وسله والو د پولیسو پر یو موټر دا برید کړی. چې په پایله کې یو پاکستانی پوځي هلاک شوی او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

بلخوا نن د سهار پر مهال د پاکستان په پنجاب ایالت لاهور کې یوه زیات ته څېرمه په پاکستاني پوځیانو چاودنه وشوه چې په هغې برید کې اتلس پوځیان ټپیان او درې نور هلاک شوي دی د دې برید مسوولیت هم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په ورته وخت کې تېره ورځ هم پاکستاني چارواکو خبر ورکړی و چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د پوځ پر کاروان دوه جلا جلا بریدونه شوي و چې له امله یې ۴ پوځیان هلاک او لس نور ټپیان شوي و.

د یادوولو وړده چې د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې د بریدونو په دوام یوه اونۍ وړاندې هم په پښتونخوا کې یوې غیرتمنې پښتنې مېرمنې یو پاکستانی پوځي پر ډزو هلاک کړ دغه پاکستاني پوځي غوښتل له اجازې پرته د دغې مېرمنې کور ته داخل شي چې په ډزو یې وواژه.

Loading...