fbpx

کرکټ بورډ سلګونه زره امريکايي ډالره تاوان وکړ!

خبریال ویب پاڼه هند – ۸ مۍ ۲۰۱۹:تېره ورځ د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤولینو په هند کې د (Amul) په نوم له یوه هندي شرکت سره مالي ملاتړ تړون لاسلیک کړ د تړون له مخې امول شرکت به په راتلونکي نړیوال جام کې د سپانسر شیپ په توګه د افغان لوبډلې په لباسونو باندې خپله لوګو ولګوي، چې په بدل کې به یې افغان کرکټ بورډ ته ۱۵۰ زره امریکایې ډالر ورکوي. په دې تړون کې د افغانستان د کرکټ بورډ د نه پاملرنې په وجه افغانستان ته ستر تاوان واوښت .

افغان کرکت بورډ له دې وړاند په افغانستان کې د الکوزي په نوم له یوه خصوصي شرکت سره د مالي ملاتړ تړون کړی و. کرکټ بورډ په دې حساس وخت کې هغه تړون لغوه اعلان کړی او پر ځای یې په هند کې له یو بل هندي شرکت (امول) سره سپانسر شیپ لاسلیک کړی دی. په تړون کې ویل شوي ، چې د راتلونکي نړیوال جام وړاندې د دوه تمریناتي سیالیو په ګډون په نهه نړیوالو رسمي سیالیو کې هم باید د امول په نوم لوګو د ملي لوبغاړو په لباسونو راښکاره شي که چېرې ۱۵۰ زره امریکایې ډالر په لسو نړیوالو لوبو وویشو نو د هرې سیالۍ په بدل کې( ۱۵) زره امریکايي ډالر کېږی چې په اوسني وخت کې تر ټول ټیټ تړون بلل شو دی.

د انګلستان په کوربه توب د راتلونکي پنځوس اوریزه نړیوال جام لیدلو لپاره په افغانستان کې په میلیونونه کسان انتظار باسي دغه راز بیا په ټوله نړۍ کې تر دوه بیلیونه زیات د کرکټ نندارچیان د نړیوال جام لیدلو لپاره منتظر دي چې په نړۍ کې په لسګونه پر مختللي ټلویزیونونه هم دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپروي. په دې اساس وخت کې به هندي امول شرکت په ډېر کم لګښت ستره مشهورتیا او پانګوال پیداکړي چې دا هندي شرکت بریالی ثابت شو.

د معلوماتو له مخې په راتلونکي نړیوال جام کې هره نړیواله لوبډله د یوې لوبې د ترسره کولو په بدل کې په لکونه ډالر ترلاسه کوي او په همدې موسم کې خپله بودیجه تر اسمانه پورته کوي خو افغان کرکټ بورډ یو ستر تاوان وکړ او د ګټې چانس یې په روغ لاس له لاسه ورکړ، بورد داسې یو شرکت سره تړون وکړ چې هیڅ د منلو وړ نه ده د Amul شرکت مسؤولینو هم د افغانانو په مقابل کې له هوښیارتیا کار اخیستی دی، دوی یوازې د نړیوال جام سپانسر شیپ په غاړه اخیستی او له هغې وروسته به افغان لوبډله نه سپانسر کوي ځکه تړون یې له همدې لس لوبو وروسته پای ته رسیږي .

که له نړیوالو لوبډلو سره یې پرتله کړو هند کرکټ بورډ د خپل مالي ملاتړ له شرکت څخه دیوې لوبې په بدل کې یو میلیون امریکایې ډالر اخلي دغه راز د لس لوبو پیسې یې لس میلیونه ډالر کېږي او د افغانستان یو نیم لک ډالر په ټولو هېوادونو کې کم ترینه سپانسر دی حال دا چې اوس په نړۍ کې د یوې بهتریـنې لوبډلې به توګه لوبېږي چې د ویسټ انډیز، پاکستان، بنګله دېش او سریلانکا هېوادونو ډېره ارزښت ناکه او قوي لوبډله ثابت شوې خو سپانسر یې له دې لوبډلو هم کم دی.

په عمومي توګه افغانستان په میلیونونه تاوان وکړ بل د افعان کرکټ بورډ له لورې غیر مسلکتوب دلته دا شوی چې د بازار موندنې کارکوونو پر ځای د غوراوي کمېټې مسوولینو دا تړون لاسلیک کړی چې په حقیقت کې دا تړون لاسلیک کول د دوی کار نه دی او دلته اندېښنه داده و چې بیا دا پیسې شخصي جیبونو ته لاړې نه شي .
داسې ویل کیږي چې کریکټ بورډ یادې پیسې لا له وړاندې له هندي شرکت څخه اخیستې دي ، خو بورډ باید د یاد قرادار په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي ، چې په څو او په کومو شرایطو یې دغه قرارداد لاسلیک کړی دی .

داسې تورونه هم شته چې دافغانستان د کرکټ پورډ په فساد کې ککړ او تر ډېره بریده له شرکتونو تورې پیسې اخلی. دا قرار داد چې اوس شوی دی ، ښايي په بدل کې زیاتي پیسې اخیستل شوې وي .

ما ته د کرکټ بورډ ځینو سرچینو وویل چې د امارات هوايي کرښې د افغان لوبغاړو سپانسر کېدو ته زړه ښه کړی وو، خو د افغان کرکټ بورډ د نه پاملرنې له کبله هغوی پر شا شول.

ځیني داسي‌هم انګېري چې د اماراتو له هوايي‌کرښې ریشوت اخیستل ناشونی وو ځکه کرکټ بورډ د هندي‌کمپنۍ سره تړون وکړ.

په داسي‌حال کې چې ټاکنې پر سر رارواني دي ،په کار دی ولسمشر غني‌په ولس کې د خپل محبوبیت د لانور زیاتېدو په موخه دا قرار داد وپلټي او د کرکټ بورډ مجبور کړي‌چې بل وخت داسي‌ قرار داد ونه کړي‌چې هغه کې دي د هیواد لوی تاوان وي .

لیکوال خان وزیر عابد