fbpx

طالبان د اسلامي نصوصو ناسم تعبیر کوي!

#ذبيح الله مجاهد ته زما يو لنډکی ځواب.

کله چي لويي جرګې د اوربند غوښتنه وکړه، نو وروسته طالبانو د مظلوم ولس دغه غوښتنه د يوې اعلامې په خپرولو سره رد کړه.

او دا يې هم اضافه پر واچول چي ګواکي د روژې په مياشت کي، د دوی په اصطلاح جهاد نور هم ثوابي کيږي.

کله چي دا خبره ديني علماوو او ولس تر سختو نقدونو لاندي کړه، نو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې هکله، چي ګواکي له علماوو هېره ده او عام ولس پوهيږي نه؛ يو ټويټ وکړ. هلته يې د بدر له غزا او مکې له فتحه يادونه کړې، چي د ده په وينا هغه هم د روژې په مياشت کي ترسره سوي او هغوی چي د اوربند خبره کوي، د جهاد او روژې له فلسفې نه دي خبر.

زه په دې اړه مجاهد صيب ته صرف څلور نقطې بيانوم؛

ښاغلی مجاهد!

لومړی ـ مخکي بايد دا وويل سي چي، د بدر غزا او د مکې فتحه په تصادفي ډول رامنځته سوي، قصدي او پلاني نه وې.

محمد ص داسي نه و  ويلي، چي راځئ! د بدر غزا او د مکې فتحه د روژې په مياشت کي ترسره کړو، ځکه ثواب يې زیاتیږي .

يعني دا پر دې دلالت نه کوي، چي محمد ص دا جګړې په قصدي ډول د لا زيات ثواب ګټلو په نيت، په روژه کي ترسره کړې.

خو تاسو په روژې مياشتي کي په قصدي او اعلان سو‌ې توګه خپلو جګړو ته زور ورکړ.

دوهم ـ که څه هم د بدر غزا تصادفي رامنځته سوې، خو بيا هم د هيڅ عام وګړي سر يا مال ته پکښي زيان نه دی اوښتی .

خو ستاسو په اصطلاح غزاګانو کي دا يو څه هم خوندي پاته نه دي.

”وايي يو وخت يو چرسي ويل چي جنت ته تللی وم، بل پوښتنه ځيني وکړه، چي هلته دي څوک وليده؟ ده ورته وويل: ملايان دانه دانه، اميان دانه دانه او چرسيان په پېخر“ نو اوس هم ستاسو په جګړو کي چي وژل کيږي، کافران دانه نه، عسکر دانه دانه او ملکيان په پېخر. چي دا يا په مستقيم يا غير مستقيم ډول ترسره کيږي. همدا نن په کابل کي څوک ووژل سوه؟ پرون په ارزګان او بغلان کي څوک ووژل سوه؟

دريم ـ د بدر غزا له مشرکينو سره وسوه، خو ستاسي جګړه له هغو کسانو سره ده، چي فطرتي او عقيدوي مسلمانان دي. خير دلته به ستاسو هغه مثال چي، لومړی بايد پر ونه(امريکا) راټول اغزي(عسکر) لمنځه ولاړ سي. درسره ومنو؛ خو ناځوانانو دومره خو وکړئ، چي پر ونه مو هم چيرته لاس بر سي، مه يې تر اړوئ. تاسو خو اوس له امريکايي قرارګاوو او بېسونو تير سی، د افغان عسکرو پر وړو  پوستو حمله وکړی.

څلرم ـ د مکې د فتحي موضوع؛ محمد ص چي به کوم ځای فتحه کوئ، نو د هغه ځای اوسيدونکي به اکثريت کافران وه، هلته به لمونځ، روژه او اذان نه وو‍. خپله د همدې مکې اوسيدونکي تر فتحي مخکي اکثريت کافران وه. نو ته په دې بزرګه مياشت کي خپل فتحي پر کوم بنياد کوې؟ ته خو چي کومه ولسوالي فتحه کوې، هلته خو ټول مسلمانان اوسي، روژه نيسي، لمونځ کوي او د وخت بلال لوړ لوړ بانګونه وهي.

نو ايا ته په کوم دليل خپله فتحه د مکې معظمې له سپيڅلي فتحي سره سموې؟!

نو ښاغليه مجاهده! د عدم منطق په پايله کي؛ د خپلي اعلان کړې، جګړې د تقدس ثابتولو له پاره؛ هڅه مه کوئ چي عوامو ته د ديني نصوصو، د محمد ص د غزاګانو او فتحو ناسم تعبير وکړئ.

دا د عوامو خطايستل دي او خط ايستونکي محمد ص په يو حديث کي داسي بيان کړی، هغه څوک چې خطاايستونکي وي، زموږ له ډلي نه دي.

تاسو نه سی کولائ؛ چي هر څنګه يې وغواړی، پخپله خوښه زموږ تاريخي او اسلامي روايات او پيښي تغير او تعبير کړئ.

احمدشاه ساحل(غير ډيورنډ)