fbpx

په پاکستاني ځواکونو یو بل زبردست برید

خبریال ویب پاڼه بلوچستان – ۹ مۍ ۲۰۱۹: په پاکستاني پوځیانو د پرله پسې بریدونو په دوام نن یو ځل بیا د بلوچستان په هرنایي سیمه کې په یو وسله وال برید او چاودنه کې د ایف سي ځواک د دوه سرتېرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

تازه پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی چې په بلوچستان کې دا دوه پېښې د سهار پر مهال رامنځته شوي دي چې په پایله کې دوه پاکستاني پوځیان هلاک شوي او دوه نور ملکي وګړي بیا په سکرو کان کې د کار کولو پر مهال وژل شوي دي.

په بلوچستان کې د پاکستاني چارواکو پر وینا په ملکیانو د سکرو په کان کې د برید وروسته پوځیانو غوښتل چې سیمې ته ولاړ شي چې نا څاپه یې پر موټر چاودنه وشوه او دواړه پوځیان په کې ووژل شو.

د معلوماتو له مخې په دغې چاودنه کې یو بل عام وګړی هم وژل شوی دی. د یاد برید پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

تېره ورځ د مۍ پر اتمه نېټه هم په پاکستاني ځواکونو دوه بریدونه شوي و چې لومړی برید دچارسدې به تنګي ګنډیري سیمه کې نا مالومو وسله والو د پولیسو پر یو موټر کړی و چې په پایله کې یو پاکستانی پوځي هلاک شوی او دوه نور سخت ټپیان شوي و.

د یادولو ده تېره ورځ په پنجاب ایالت لاهور کې هم یو زیارت ته څېرمه په پاکستاني پوځیانو چاودنه وشوه چې په هغې برید کې ۱۸ پوځیان ټپیان او درې نور هلاک شوي و.