fbpx

کرنې وزارت : د افغانستان کرنیز محصولات به په ځانګړي نښان صادریږي

د افغانستان د کرنې وزارت وايي ، چې له دې وروسته به افغان کرنیز محصولات په ځانګړي نښان نړیوالو بازارونو ته صادر شي .

دغه تړون تېره ورځ د کرنې وزارت او ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې ترمنخ لاسلیک شو، د دې تړون له مخې به نور افغان کرنیز محصولات په نړیوال بازارونو کې د افغانستان د ځانګړي سوداګریز نښان له مخې پلورل کیږی .

د کرنې وزرات وایي ، چې له دې سیستم مخکې د نړۍ په بازرونو کې افغان کرنیز محصولات د بېلابېلو هېوادونو په نوم پلورل کېدل ، چې له دې وروسته به د دغه کار مخه ونیول شي.

د کرنې او اوبو لګونې وزرات وزیر نصیر احمدد درانی وايي ، چې دغه پروګرام د اروپايي ټولنې له لوري تموییلیږي، چې په څو پړاوونو کې به مخې ته لاړه شي . دنوموړي په خبره لومړی پړاو چې د یوه کال په موده کې به بشپړ شي ۴۶ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي .

دراني زیاته کړه چې له دې وروسته به د افغانستان کرنیز محصولا د پېژندلو لپاره د جي آی په نومونو په نړیوال سوداګریز بازرا کې ثبتیږی .

کارپوهان وايي ، چې دغه پروژه به د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو مثبت اغېزه کړي او بزګران  به هم وهڅیږي چې خپل محصولات لا زیات کړي

Loading...