fbpx

عمران خان: د پاکستان اقتصادي وضعیت په خرابېدو دی

خبریال ویب پاڼه پینډۍ – ۱۱ مۍ ۲۰۱۹: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د پاکستان اقتصادي وضعیت په یو سخت پړاو کې قرار لري هغه ویلي په هېواد کې مو سخته ګراني راغلې خو زیاتوي چې پاکستانیان باید نور هم مشکلات وزغمي.

عمران خان تېره ورځ د مۍ پر لسمه نېټه خپل ولس ته په پینډۍ کې د وینا پر مهال وویل ګاز او برېښنا ځکه ګران شوي چې اقتصادي وضعیت مو پر خرابېدو دی خو پر وینا یې حکومت هم په دې هڅه کې دی چې دې ستونرو ته ژر د حل لار ولټوي او پاکستانیان له دې سختې ګرانۍ څخه وژغوري.

دا هم وګورئ:

ايا پاکستان به ژر محکمه شي؟

يو پاکستاني خپله ښځه په قمار کې بايېللې

د هند لومړى وزير: اوس به راته پاکستان په ژړا شي

عمران خان په دې غونډه کې خپل ولس ته وویل که چېرته ارزاني غواړئ نو پاکستان به نور هم له نړیوالو قرضداره شي د ده پر وینا پاکستان اوس مهال ۱۳ سوه میلیارده له نړیوالو قرضداره دی. د دې کنټرول همدا لار لري چې ګراني رامنځته شي که چېرته ګراني ونه زغمۍ نو دا ۱۳ سوه میلیارده قرضونه به نور هم لوړ شي نو اوس دې ګراني پاکستانیان باید وزغمي.

عمران خان د دې شویو قرضونو پړه په تېر حکومت واچوله هغه وویل پخوانیو مشرانو بې ځایه مصارف کول چې د پاکستان اقتصادي وضعیت یې له سخت کړکېچن حالت سره مخ کړ اوس قوم ته په کار ده چې سختي وکړي ترڅو وضعیت بېرته عادي نارمل حالت ته راشي.

Loading...