fbpx

ارګ: ژر به د طالبانو سره د مرکچي پلاوي نوملړ بشپړ شي

خبریال ویب پاڼ کابل – ۱۱ مۍ ۲۰۱۹: ارګ وایي ډېر ژر به له وسله والو طالبانو سره د مرکچي پلاوي نوملړ بشپړ شي د دوی پر وینا یاد ټیم به د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنو سره سم جوړ شي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، څنګه چې د سولې مشورتي لویې جرګې استازو وړاندیز کړی و چې له طالبانو سره دې د خبرو لپاره ښه او بهتره مرکچي ټیم جوړ شي په همدې موخه د یو ښه مرکچي ټیم د برابرولو لپاره به د رهبري شورا غړي په خپلو راتلونکو ناستو کې پر دې موضوع بحث وکړي.

چخانسوري په لېست کې د کسانو او شمېر په اړه څه ونه ویل چې څومره پلاوی به له طالبانو سره د خبرو لپاره مذاکراتو ته کیني خو دومره یې وویل چې ډېر ژر به وروستی نوملړ بشپړ او رسنیو ته وښودل شي.

بلخوا د تېرې جمعې په ورځ د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو سره د مرکچي پلاوي نوملړ برابر شوی چې په نږدې راتلونکی کې به اعلان شي.

د یادولو ده اجراییه ریاست هم خبر ورکړی چې برابر شوی وروستی نوملړ به د را روانې اوونۍ په ترڅ کې په ډاګه شي.

Loading...