fbpx

غزني کې ماین چاودنې ۷ ماشومان شهیدان کړي

خبریال ویب پاڼه غزني – ۱۱ مۍ ۲۰۱۹: د غزني ولایت سیمه ییز چارواکو خبر ورکړی چې د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کې ماین چاودنې اووه ماشومان شهیدان او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د غزني سیمه ییز چارواکو پر وینا دغه پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ په چمبران سیمه کې رامنځته شوې ده د سیمی خلکو بیا ویلي دغه ماین په سیمه کې د وسله والو طالبانو لخوا د سړک پر سر ځای پر ځای شوی و چې د لوبو پرمهال یې پر یادو ماشومانو چاودنه کړې .

په ورته وخت کې د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو هم.خبر ورکړی چې په دره صوف پایان ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې او له امله یې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د والي ویاند صدیق عزیزي رسنیو ته په استول شوي غږیز کلیپ کې ویلي چې یاد هاوان د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو لخوا د یوه سیمه ییز پاڅونوال پر کور لګېدلی دی. نوموړي زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړو هم ویلی چې په دې ولایت کې وروستیو ناامنیو د خلکو ژوند له ګڼو ګواښونو سره مخ کړی.

د یادونې ده چې وړمه ورځ هم په فاریاب کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۴ ماشومان شهیدان کړي و.