fbpx

وسله والو په بلوچستان کې په یو پنځه ستوریز هوټل برید کړی

خبریال ویب پاڼه بلوچستان – ۱۱ مۍ ۲۰۱۹: تازه پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې دریو نامعلومو وسله والو څو شېبې وړاندې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یوه پنځه ستوریز هوټل برید کړی دی.

د بلوچستان چارواکو ومنله چې وسله وال د ګوادر په ساحلي ښار کې کانټیننټل ‘ هوټل ته ننوتي او ډزې کوي .

پاکستاني چارواکي وایې پاکستاني پولیس، ملېشه ځواک او نور امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي او هوټل یې محاصره کړی دی.

دا هم وګورئ: ايا پاکستان به ژر محکمه شي؟

ویل کېږي چې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ پر یو بل پراخې ډزې روانې دي هیڅ معلومات نشته چې په دې پېښه کې څومره تلفات اوښتي خو د سیمي خلک وایې چې په هوټل کې دننه د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کیږي شاید مرګ ژوبله ډېره وي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې وسله والو پېښو زور اخیستی په همدې وروستیو لسو ورځو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې په لسګونه پاکستاني پوځیان د وسله والو په بریدونو کې هلاک شوي

د دې ټولو پېښو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.